د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي ، چې دغه پروسه نن سهار د کابل ښاروالۍ په همکارۍ او د دغه وزارت په امر پیل شوې ده.
د حکم له مخې، د کابل پولیسو د اور وژنې لوا جوړه کړې چې د ښار په مختلفو ځایونو کې د درملو شیندل لپاره له ۲۰ موټرو چې د میکروب ضد موادو سمبال دي ګټه واخلي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې کابل کې د افغان پولیسو لخوا د درملو شیندلو لړۍ به دوام ولري.
د دغه وزارت د اور وژنې ډلې له لورې د درملو شیندل په داسې مهال دي چې په کابل کې د ناټو ځواکونو د څلورو او د دوو بهرنیو ډیپلوماټانو په شمول د کرونا مثبتو پیښو شمیر ۱۸ ته پورته شوی دی
او همداشان په ټول هېواد کې تر دا دمه د ۲۳۹ اخته کسانو ۴ تنه مړه شوي او لس تنه یې له دغې ناروغۍ ژغورل شوي دي.