اوسنۍ زدکړه

د هر مهارت زدکړه تمرین او تکرار ته اړتیا لري خو دا تکرار کله کله دومره ډېر شي چې د ذهني او جسمي ستړیا سبب شي، په هر څه کې تعادل ساتل د انسان د نیکمرغۍ سبب کېږي، له هغې ډلې په لیک لوست کې هم دا فورمل د پلي کېدو وړ دی، دا ځکه چې د لیکلو او لوستلو ډېروالی د فکر او ذهن د ستړیا لامل ګرځي.

په افغانستان کې یوه ستونزه دا ده کله چې تعليمې نصاب جوړېږي له ارواپوهانو مشوره نه اخیستل کېږي که اخیستل کېږي هم نو ډېری له دې ډلې مسلکي او د لوړو زدکړو خاوندان نه دي، تعليمي نصاب باید عمر ته په کتو جوړ شي، ځکه د تعلیم په دوره کې د ماشوم او نوي ځوان فکري حالت د بدلون په حالت کې وي، د خپل عمر سره سم د معلوماتو په لټه کې وي او یا دا چې په یوه عمر کې یو شی ښه زدکولی شي به بل کې نه ، دا توپيرونه کېدای شي حتا د سيمو تر منځ هم وي نو دا چې ټول افغانستان او زدکړیالان یې یو ډول وي امکان نه لري.

نو دا علتونه دي چې ډېری زدکوونکي د زدکړي په مقابل کې بې پروا شي هر څه یوازې د دې لپاره زدکړي چې په ازموینه کې کامیاب شي نور په ښوونځي کې نه د ښوونکي پروا لري نه د کتاب زه ډېری زدکوونکي وینم چې ښوونځي ته تر اوو کلونو تګ وروسته د کتاب پر ځای چاقو، بوکس پنجې، برچې، آن تر تومانچو پورې، قلمونو پر ځای یې جېبونه له نصوارو او سګرټو ډک وي، پخپلو منځو کې د بحث او مناقشې پر ځای د مکتبونو مخې ته جنګونه کوي، پر مقام د ویاړ پر ځای پر خپله بدماشۍ او داړه مارۍ ویاړ کوي.

دا هر څه ولې کېږي؟ په یوه ټولګي کې د پنځوسو په خوا شا کې زدکوونکي وي خو له هغې ډلې پنځه تنه خپلو زدکړو ته پاملرنه کوي علت یې دا دی چې د اکثریت زدکوونکو ذهني اړتیا ته پاملرنه نه ده شوې اووه اته کاله زدکوونکی زدکړې وکړي په نهم کې د ښه زدکوونکي پر ځای اېله دی پوره بدماش شي ، زموږ نهو یا اته کالو منډو ترړو ولې پایله دا راووته ځکه چې مونږ د انسان د ودې سره سم د هغې ذهنې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی له بلې خوا زمونږ نصاب دا منم چې شه نصاب دی د بهرنیو هېوادو په تقلید جوړ شوی دی خو دا چې فرض کړه زمونږ نصاب لکه د امریکا دی نو آیا د دې دواړو هېوادو شرایطو ته پاملرنه هم اړینه ده زمونږ زده کوونکی او د امریکا او هند له زدکوونکی سره توپیر لري .

د امريکا زدکوونکی کور یو خصوصي استاد لري له بلې خوا د هغه دنده یوازې د زدکړې پرمخ بېول دي خو زمونږ نه یوازې چې خصوصي ښوونکي نه لري په ښوونځي کې یې هم ښوونکې له ګڼو ستونزو سره مخ دي له عقدو ډک دي په کورنیو کې ستونزې لري معاشونه یې کم دي زدکړې یې کمې دي، نو په داسې یوه محيط کې له داسې هېوادو سره سیالي سمه نه ده دا هم سمه نه ده چې مونږ د اوس هم په پخوانیو کرښو روان وو خو نوې کرښې باید په ښه فکر رسم شي داسې چې د ټولنې رواني، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړخو ته پاملرنه وشي.

له بلې خوا ښوونکي دومره ظالمان شي چې د سړي زړه له زدکړې سره وچوي، که یې زده نه کړي نو استاد له لوی لرګي سره درته ولاړ وي همدا سبب شي چې زده کوونکی د ښوونکو په وړاندې له نفرت او کرکې ډک شي او ورو ورو نو بدماشان شي له ښوونځي چې ووزي په کانکور کې بې نتيجې شي نوره یې هم عقده پسې زیاته شي، همدا وجه ده چې د کورنیو او اقتصادي فشارونو په وجه یا په جنایتونو لاس پورې کوي یا بهرنیو هېوادو ته ځي یا دلته له بېلابېلو سیاسي ډلو سره د خپلې بقا لپاره یو ځای شي.

د ښوونکو دا دنده ده چې خپل زدکوونکي داسې وروزي چې د دوی زدکړه هضم کړي په هره ورځ په دوی کې مثبت بدلون راشي که داسې، خپل ځان د ورسوي بیا نور زما ښه یاد دي زمونږ د جغرافېې ښوونکی ملا وو مونږ به کتاب آن په دولسم کې له مخه ولوست او بیا به ښوونکي په دري ژبه وویل: اموره نوشته کنېن) د غزني لهجه ده یانې هغه ولیکی مونږ به په دولسم ټولګي کې د جغرافېې درسونه د زدکړې پرځای لیکل او آن نقشه به موهم رسموله که نه بیا مو وهل خوړل دا استاد پوره اووه کاله پر مونږ واکمن وو.

که چېرې د کتابونو په ساده والي کې انصاف وشي متنونه په ساده توګه ولیکل شي د زدکوولو لپاره نه د حفظ کولو لپاره او که چېرې زده کوونکې د زدکړو تر څنګ نورې مثبتې او جالبې بوختیاوې ځان ته پیدا کړي او ښوونکې خپل زده کوونکي په مثبت او نوي فکر سمبال کړي نو په ښوونځیو کې به د بدماشیو او انسان زد کړنو پر ځای د راتلونکو کدرونو روزنه شوې وي او دا هېواد به د بریا په لور روان وي.

کاپي ………..