اوس د دې وخت دی چې افغان حکومت او طالبان جګړه ختمه کړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس له طالبانو سره خبرو لپاره د افغان حکومت لخوا د مذاکراتي ټیم ټاکل او اعلان وستایه. نوموړي په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل، چې د جګړې پر ځای دې ټول پام له کرونا ویروس سره مبارزې ته واړوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوتریس چې د جمعې په ورځ یې د طالبانو او افغان حکومت د تخنیکي ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو یادونه هم وکړه، د نړۍ پر هغو هېوادونو چې په جګړو کې ښکېل دي غږ وکړ؛ چې اوربند دې وکړي او د کرونا ویروس په ضد مبارزه وکړي. نوموړي همدا راز په خپلو خبرو کې د جګړې په ښکیلو غاړو غږ وکړ چې روغتیايي ډلو او چارواکو ته اجازه ورکړي‌، څو په جګړه ځپلو سیمو کې د کرونا او د دغه ویروس له خطر سره مبارزه وکړي او اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونه نیسي.