اوس د ۸۰ هېوادونو وګړي له وېزې پرته قطر ته سفر کولی شي

د قطرهیواد وايي د ۸۰ هېوادونو وګړي له وېزې پرته دغه هېواد ته سفرونه کولی شي. قطر چې په نړۍ کې د سیلانیانو لپاره تر ټولو غوره ځای دی، دغه اعلان په داسې حال کې کوي، چې په ۲۰۲۲ ز کال کې به د فوټبال د نړیوالو سیالیو کوربه وي. قطر ویلي د اروپايي او امریکايي ۸۰ هېوادونو وګړي کولی شي، له وېزې پرته دغه هېواد ته سفر وکړي او ۳۰ ورځې دلته پاتې شي. ددغه هېواد د چارواکو په وینا د ۳۳ اروپايي هېوادونو وګړي هلته ۹۰ ورځې تېرولی شي خو د پاتې نورو هېوادونو وګړي به ۳۰ ورځې په قطر کې له وېزې پرته پاتې کېږي. قطر وايي له دې کار یې موخه دا ده، چې دغه هېواد ته لا ډېر سیلانیان راشي او د خلکو راشه ورشه ډېره شي.