اولاد روزنه کې د مور او پلار لس سترې تېروتنې

د مور او پلار غېږ د ماشوم د روزني لومړنی ښوونځی دی، له درې بيا تر پنځو کلونو په عمر د ماشوم فکري کڅوړه تر بل هر وخت خالي وي، څه چې له خپل پلار او مور څخه اوري او يا ويني هغه له ځان سره خوندي کوي، چې له همدې ځايه دی مثبت او يا منفي وروزل شي.

هره کورنۍ د خپلو ماشومانو د روزنې دنده په غاړه لري، که ماشوم ته داسې چاپېريال برابر کړي چې د ده د ښې روزنې لامل وګرځي؛ نو اولادونه  به د خپل مور او پلار له هيلو سره سم وده کوي ؛ ځکه  نو مور او پلار بايد د ماشوم ورځني کړه وړه په دقيقه توګه و څاري، د هغوی سره په ورين تندي خوږې خبري وکړي.

او تل داسې توري ورته وکاروي چې دوی ته روحي ډاډ وربښي او په زړونو کې يې مېنه وکري، او که يوه کورنۍ د ماشوم کړنو ته هيڅ پام نه اړوي او په  لا پروايي سره يې خپل سري پرېښي وي؛ نو پړه به يې يوازې پر مور و پلار او د کورنۍ پر مشرانو غړو وي.

دکتور”ټشاډ هليمسټر“ په خپل یو کتاب کې وايي:

”د يوې روزونکي کورنۍ له خوا خپل ماشوم ته په لومړيو (۱۸) کلونو کې  تر ۱۴۸۰۰۰ ځله زيات  (نه) او (مه کوه)  ويل کيږي. او په همدې موده کې مثبت ځواب تر (۴۰۰) ځله  زيات نه وي “

طبعاً په داسې چلند کې مور او پلار ګرم نه دي، بلکې له بده مرغه دوی اولاد سره د غوره چلند څخه ناخبره وي ، ځکه دوی پخپله داسې روزل شوي وي چې په همدې ډول دوی هم له ارادې پرته خپلو اولادونو ته منفي روزنه ورکوي ؛ خو سره له مينې.

دلته هغه لس تېروتنې په ګوته کوو چې په ټوليزه توګه د ماشوم په منفي روزنه کې پراخه ونډه لرلی شي:

۱-  له حده زياته مينه:

د ماشوم سره ډېره مينه په د کې ځيني ناوړه خويونه زېږوي چې دلته يې په لنډه را اخلو:

– مور نشې برداشت کولی اولاد يې له سترګو پنا شي، تل به د مور ترڅنګ ناست وي او په همدې توګه به بې زړه او نازولی رالوی شي.

– اولاد که ښه کوي او که بد مور يې هيڅ نشې ورته ويلای، په دې سره به د ده په حفظه کې ناوړه کړنې ځای و نېسي او بد خويونه به خپل کړي.

– ډېره مينه  د ماشوم له يو شي سره ليوالتيا او رغبت له منځه وړي، دی نشې کولی خپلې وزرې ووهي او پخپله پرواز وکړي او چې کله له کومې ستونزې سره مخ شي نو برداشت يې نشې کولی.

– له دويم او دريم کال وروسته ماشوم بې تهذيبه ژوند خپلوي او لا پروا را لوی شي. او د بل چا قدر نه کوي.

– د هر ښه او بد شي غوښتنه کوي او خپله رايه عملي کول غواړي او د خپلو اړتياوو او رغبت د شيانو ترمنځ توپير نه شي کولی.

– چې کله فشار پرې راشي نو بې صبري کوي، تل به ژاړې او شکايتونه به کوي.

۲- له حده زيات تساهل:

له حده زيات تساهل په ماشوم کې انانيت زېږوي، په دې سره يې په خټه کې ځان خوښونه او ځان ښوونه ځای نېسي او دا هغه بد خويونه دي چې د دې په خپلولو سره يې بيا هرڅه زړه غواړي هغه به کوي.

۳- د اولادونو ترمنځ توپير کول:

– د اولادونو ترمنځ  توپيرکول د دوی په زړونو کې يو بل ته عقدې پېدا کوي.

– مهمل ماشوم په نفسياتي ناروغۍ اخته کيږي.

– د خپلو مشرانو سپکاوی کوي او له نورو انتقام اخلي.

۴- د کورنۍ له خوا پرېمانه لورينه:

– دا کار ماشوم له نورو خپلوانو څخه د اړيکو ساتلو راګرځوي. ځان موړ بولي او نورو ته توجه نه ورکوي چې له امله يې په د کې لويي او شخصيت پرستي ځای نېسي.

۵-  له کوره شړل:

ځيني ميندي او پلرونه  له خپلو اولادونو پعذاب شي نو د دې لپاره چې غوږونه يې ارام شي اولادونه له کوره شړي، خو د دې کار عواقبو ته پام نه کوي. اولاد له کوره شړل ډېر تاوانونه لري يوڅو يې دلته را اخلو.

– کوم زوی چې له کوره وشړل شي هغه فکر کوي چې مور وپلار ورڅخه کرکه کوي.

– له هر ډول خلکو سره به اړيکي نېسي او د مور وپلار له شفقت او لوريني به بې برخې وي

–  هرومرو به د بل چا بد خويونه خپلوي.

–  د مور او پلار سره يې کينه پيدا کيږي.

– زړه يې سختيږي او په دې سره به ظالم او سخت زړی را لوييږي.

۶- د اولاد په تربيت کې پخپله ډېره ونډه نه اخېستل.

–  طبعي ده چې د اولاد په روزنه کې مور او پلار په ځانګړي توګه زيات رول لري، کوم پلار چې زوی ته پخپله ډېره پاملرنه  نه کوي، دا د پلار او زوی ترمنځ مينه کموي.

– اولاد بې زړه او لا پروا رالوييږي.

۷-  د ماشوم خبرو ته اهتمام نه کول او امر ورته کول چې د نورو خلکو په مخ کې دې خبري نه کوي.

– دا صحیح ده چې مور او پلار به خپله رايه لري خو د دې لپاره چې د ماشوم ذهن و غوړيږي بايد خپلې رايې څرګندولو ته پرېښودل شي. دا مهمه نده چې د زوی رايه صحیح ده که نه خو دی پرېږده چې خپله رايه ووايي ترڅو عادت شي او د خپلو خيالاتو څرګندونه وکړي او لږ ترلږه په دې خو پوه شي چې زما خبري هم مهمې دي.

– کله ناکله ماشوم له خبرو منع کول ګټور وي خو دا هغه مهال چې ناوړه خبري کوي او يا د نورو خلکو په خبرو کې ور لويږي. خو کوم ماشوم چې په خبرو ښه پوهيږي، د نورو خلکو خبرې نه پرې کوي او د مجلس آداب هم ساتي نو بيا يې ولي له خبرو اېساروی؟

۸- د اولاد په مخکې يې د مور سپکاوی کول.

کله چې ته د ماشوم په مخ کې د ده د مور سپکاوی کوي نو په دې وخت کې دی دوه ډوله فکر کوي: لومړی داچې له تابه يې بد راځي ځکه چې ته يې د مور سپکاوی کوي، دی به داسې انګېرې چې مور مې کمزورې ده پلار مې ظلم ور سره کوي ، په دې سره به يې له تا بد راځي. او دويم دا چې ستا همدا خوی به دی هم خپل کړي او د مور قدر به نه کوي په پايله کې به د مور خبره نه مني په دې صورت کې به هم ستا تاوان وي ځکه چې ته به د اولاد په روزنه کې د مېرمني مرسته له لاسه ورکړې.

– که چېرې د مور او پلار ترمنځ کومه شخړه راځي نو زوی به د مور پلوي کوي .

۹- د ترونو او ماما ګانو عيبونه يې ورته بيانول:

– په دې کار سره د ماشوم له خپلو ترونو او ماماګانو سره مينه ختميږي او په زړه کې يې ورته کینه پيدا کيږي. همدا لامل وي چې وخت ناوخته يوه وړه خبره ډېرې لويې ستونزې را وټوکوي.

– د تره او ماما زامنو سره په بې ګټو سياليو اخته کيږي.

– د وخت په تېرېدو يې د ترونو او ماماګانو څخه واټن زياتيږي.

۱۰ – د زوی په مخ کې د ده دفاع کول.

– زياتره وخت مور يا انا د زوی په مخ کې د ده دفاع کوي او هر څه يې صحیح بولي په دې سره ماشوم ناوړه کارونه تر سره کوي او خپل هر ډول کړه وړه ورته صحیح ښکاري.

– دی فکر کوي چې مور مې ملاتړ کوي نو پلار ولي راسره زياتی کوي، او داسې انګېري چې کړه وړه يې صحیح دي خو پلار ورسره زياتی کوي چې په دې سره يې پلار ته په زړه کې کينه پيدا کيږي او بيا د پلار قدر نه کوي.

هرڅوک له خپلو اولادونو سره مينه لري، اولاد د دنياوې ژوند زينت دی، اولاد د روح لذت دی ، اولاد د زړه مېوه ده، اولاد د ژوند ستره هېله ده …. هر پلار حرص لري چې اولاد ته سالمه تربيه ورکړي، خو توپير په پاملرنه کې وې، له ځينو خلکو کله کله سهي لارې ګډې وډې شي خو څوک چې د خير اراده کوي الله به يې په نصيب کړي او د خدای پاک ستره لورينه خو داده چې هرچاته په دې اړه خپله برخه ورکول کيږي.

ځيني خلک فکر کوي چې د اولاد تربيه اسانه کار دی خو حقيقت دادی چې په ژوند کې تر ټولو ګران کار د اولاد تربيه ده. د يوه نس دوه اولادونه وي ، هر يو خپل مزاج لري، له هر يوه سره به خپل چلند کوئ يو به داسې چلند ته اړتيا لري چې بل ورور يې نه خوښوي.

د دې لپاره چې اولاد مو ستاسو او د ځان قدر وکړي غوره تګلاره داده  چې د قدر او مېني چلند ورسره وکړئ او د دوی د شعور او احساساتو څارنه او پاملرنه وکړئ او بايد تل مو په داسې حال کې ويني چې له کمزورو، نېستمنو، بې وزله او مظلومو خلکو سره مرسته کوئ.

پورته لس هغه تېروتنې دي چې  زموږ په ټولنه کې زياتره خلک پرې اخته دي، او دا يوه لويه ستونزه ده، هېله ده چې ځان ترې وژغورو. الله پاک دې زموږ او ستاسو اولادونه نيکان او زموږ له هېلو سره سم را لويان کړي.

مولوي نورالله عزام