اوچا وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د جنورۍ د میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه ۲۹۹.۷ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي

‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د جنورۍ د میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه ۲۹۹.۷ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي. اوچا زیاته کړې، چې په تیر ۲۰۲۲ کال ۳۷۷ زره کسان او په ۲۰۲۱ کال کې ۴۹۱زره کسان راستانه شوي دي.