اوچا وایي تېر زېږدیز کال کې سلګونه زره افغانان بې کوره شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکې اداره یا اوچا وایي، چې ۲۰۱۹ م کال کې د طبیعي پېښو او جګړو له امله ۴۳۷ زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اوچا په وېنا تېر م کال کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر تر بل هر وخت ډېر و او باید له دغو خلکو سره بېړنې مرستې وشي.

دغې ادارې د دې سربېره بې وزلي یا فقر هم د بې ځایه شوو د شمېر د لوړوالي یو عامل بولي.

د اوچا په خبره ۲۰۱۸ م کال کې بیا وچکالۍ ۸۴ زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي وو، چې ډېری یې لا هم خپلو اصلي سیمو ته نه دي ستانه شوي.