‏اوکرایني ډرون الوتکې یو ځل بیا د روسیې پلازمېنې مسکو کې بريد کړی

د رسنيو د راپورونو له مخې، ‏اوکرایني چاودېدونکې ډرون الوتکې یو ځل بیا د روسیې پلازمېنې مسکو له هغې دنګې ودانۍ سره جنګول شوي، چې د یکشنبې په ورځ هم ورته برید کې په نښه شوې وه.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین دغه برید تاید کړی او ویلي یې دي، چې څو نورې ډ‌رون الوتکې د هوايي دفاع سیستم په وسیله راغورځول شوې دي.