او اختر راغی…- لیکوال:ساهو

اختر د سولې، سوکالۍ، ورورولې، او خوشحالۍ نوم دی. د اختر لفظ عجیبه خوند او خوږوالی لري، که د چا په خوله درته راشي نو ته به وایې چې دنیا در بښي. که څوک درته اختر یاد کړي په زړه کې دومره شور او وږمې درته پاروي لکه د جانان نوم چې درته یاد کړي.

هو!!! اختر لکه جانان خوږ وي.

اختر د مسلمانانو له هغه جشنونو او خوښیو څخه دی چې د خدای(ج) له خوا را پیرزو شوی، په کال کې دوه ځلې لکه مسافر آشنا راځي، د ټولو لمنې ورته له مینې ډکې وي، په پرهارونو یې مرحم کیږدي او زړونه یې پخلا کوي او ځي.

اختر هر ځای او هر چا ته خپل رنګ او خوند لري، هر څوک ورته د زړه له تله لیوالتیا لري او نمانځي یې.

اختر په پښتنو کې په تېره بیا په پښتني نجونو کې ډیر قدر لري، تل اختر ته لاره په بڼو جوړوي. پښتانه خپل هر دود او دستور د زړه له تله نمانځي او دا الهي مینه او پیرزوینه ده خو د زړه په وینو هم پالي.

پښتنې نجونې اخترونو ته لکه د مسافري اشنا د راتګ په تمه وي، که څه هم د راتګ شپې او ورځې يې په ستړیا تېروي، خو د زړه ستومانتیا په څیره نه ښکاره کوي. د ښځو اختر د کور په پاکولو او د کور شیانو په نوي کولو پيلېږي. هر میرمن د کور په وس او ان تر وسه ډیر د کور لپاره نوي سامان اخلي. نجونې او ښځې خپل کورونه دومره صفا کوي، ته به وایې چې پرښتې راروانې دي، د کور د پاکولو نه نیولې تر نوي وسایلو اخیستو ټول کارونه په شوق او ګډه کوي.

میندې ډیر کوښښ کوي چې اول د کور سامان نوی کړي بیا د ځان او ماشومانو کالي نوې واخلی او له هغې وروسته دا چې ښځې هم د اختر لپاره ځانګړي دودونه لري. ځانونو ته نوي کالې اخلي، بنګړي اچوي او نکریزې کوي. نکریزې کول د ښخو منځ کې ډیر خوږ او خوندور دود دی، نجونې د زړه له هيلو او وږمو سره يې تر سره کوي.

د اختر په شپه جونې را ټولېږي په سندرو او خوښیو یو بل ته نکریزي ږدي. میندې د خپلو ماشومانو په لاسو او پښو نکریزي ږدي، ان شوق او شور یې په زړه کې دومره ډیر وي چې د وړوکی ماشوم لاسونه هم ورته سره کوي او ځینې عمر خوړلې ښځې خپل سرونه هم سره کوي.

کومې نجونې چې کوژده شوې وي د خسرګنۍ له خوا ورته د اختر جوړه راوړل کېږي چې کالي، نکریزي، بنګړي او نور د سینګار سامان پکې وي. دغه نجونې هغه نکریزې په لاسونو ږدې چې په جوړه کې یې ورته راوړي وي. ځینو پښتنو سیمو کې بیا دود دی چې واده شوې جینۍ ته د پلار له کوره د اختر نکریزي وړل کيږي. د اختر لپاره ښځې د نکریزو کول او د سترګو د تورولو دود مبارک بولي.

ته د اختر په سبا راشه         زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه

، دلته فضا بدله ده، په ښارونو کې اخترونه بدل دي. خو په ښارونو کې داسې څه نشته

په کلیو کې خو به ټوله کې ښځې د اختر تر درېيمې پورې په کور او سړي د يو بل کورونو او حجرو ته د مبارکۍ لپاره ځي.

د ښځو اختر له څلورمې ورځې پیلېږې تر اوومې ورځې. د یو بل کورونو ته ځې او اختر مبارکۍ سره کوي. نجونې مېلې کوي په باغونو کې ټالونه اچوي، په شور او مستۍ ټالونه خورې او سندرې زمزمه کوي.

خو ښاري نجونو د ښاریتوب له کبله دغه دودونه پريیښي دي، په ښار کې هم ښځې او نجونې اختر ته خوشحالېږي خو په زړونو کې یې هغه شور او ولولې نه وي، کوم چې د کلیوالو په زړونو کې وي. دوی هم د اختر لپاره تیاریانې نیسي، کورونه پاکوي او نوي شیان اخلي او کالي جوړوي، کوژده شوې جینۍ ته يې د ژوند راتلونکی ملګری د اختر په ورځ ګلان، عطر یا سره زر راوړي، ځنې وخت دوستانې د يو بل کورونو ته هم ځي، خو د ښار د اخترونو جوش او خروش هومره نه وي چې په کلیوال ماحول کې په څومره شوق نمانځل کېږي، د ښارونو اخترونه کال په کال کم رنګه کېږي او آن په وروستيو کې ډېری کورنۍ د عادي ورځو په شان دومره ځانګړی چمتووالی هم ورته نه نيسي.