ايا غواړی چې ژوند مو ورځ تر بلې ښه شي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي-

څومره ستونزمنه ده چې یو کس هر سهار وختي پاڅي، ټوله ورځ کار وکړي، خو بیا یې هم لاس ته هېڅ څه ور نه شي، هېڅ پرمختګ ونه کړي او کومه خاصه لاسته راوړنه ونه لري. ډېر داسې خلک شته چې کار کوي، زيار وباسي خو هېڅ يې لاس ته نه ورځي. اخر ولې؟ ستونزه څه ده؟

هغه کسان چې ټوله ورځ کار کوي باید ورځ تر بلې یې ژوند ښه شي او پرمختګ وکړي، لکه د نورو خلکو په شان. که تاسو هم له دې ډول ستونزو سره مخ وی نو فکر وکړئ، ښايي کومه نیمګړتیا ولری. که دغه نيمګړتيا پيدا او بشپړه کړی، ښايي ژوند مو ورځ تر بلې ښه شي.

ايا د ژوند څرخ خو په شا نه څرخوی؟

ډېر کسان شته چې د ژوند جوړولو پوره هڅه کوي، خو هېڅ ځای ته نه رسېږي. ځکه د دوی کار ډېر دی خو کيفيت نه لري. بل دليل دا دی چې دوی په ځينو داسې شيانو پيسې لګوي چې اړتيا نه ورته لري. د بېلګې په ډول، يو خاوند او مېرمن د اوسېدو لپاره لوی کور کرايه کوي. د کور کرايه کال تر بله پرې لوړېږي، ماشومان يې پيدا کېږي او په دې توګه يې کورنۍ هم لويېږي، خو په عوايدو کې يې هېڅ بدلون نه راځي. دوی له داسې وضعيت سره مخ کېږي چې که د اولادونو نفقې او نورو اړتياوو ته پیسې بېلوي، د کور کرايې ته څه نه ور پاتې کېږي او که د کور کرايه پرې کوي، اولادونه يې وږي پاتې کېږي. پوهېږی ولې؟ ځکه دوی هغه مهال د لوی کور کرايه پرې کوله چې لوی کور ته يې اړتيا نه درلوده او په کوچني کور کې يې ښه ګوزاره کېدای شوه. که هغه پیسې چې پخوا د لوی او مجلل کور په کرايه کولو لګول شوې دي، سپمول شوې وای نو ښايي اوس به يې ستونزې نه درلودې.

له سختیو مه تښتئ

رښتیا ووایئ! کله چې دوه (يو سخت او بل اسانه) انتخاب ولری، کوم يو غوره کوی؟ سره له دې چې د سخت انتخاب په غوره کولو سره به خپله راتلونکې روښانه وينی.

بریا ته رسېدل ستونزمن کار دی. تاسو باید دا ټولې ستونزې وګالی څو ارامه او روښانه راتلونکې ولری. که په ځوانۍ کې له ستونزو وتښتی نو د ژوند تر پايه به د ارام ساه وانخلی او نه به هم موخې ته ورسېږی.

بد عادتونه پرېږدئ

پوهېږی! د ځينو عادتونو پرېښودل دومره سخت نه دي لکه خلک چې فکر کوي. که غواړی چې وزن کم کړی، خو ډېر خوراک مو عادت وي؛ که غواړی سپما وکړی، خو پیسو ته مو لاس نه ټينګېږي؛ که غواړی ډېر درس ووایی، خو ډېر وخت په بېځايه ګرځېدو لګوی او بيا خپلو دې ټولو کارونو ته دلايل او پلمې هم لټوی؛ نو په ياد ولرئ چې د دې ټولو کارونو لامل ستاسو بد عادتونه دي، نه هغه خنډونه او عوامل چې تاسو يې پلمه کوی.

که کلک هوډ ولری، نو کولای شی چې هر څه تر خپل کنټرول لاندې راولی، یوازې له ۳ تر ۴ اونیو وخت او یو څه تکلیف غواړي چې ځينې بد عادتونه مو بدل کړئ.

مهمې دندې مو مشخصې کړئ

له ځان سره فکر وکړئ چې کوم کار مو په ژوند کې بنیادي بدلون راولي، هر یو چې په نظر مهم درغلو، لومړی یې تر سره کړئ.

مهم کارونه په لومړيو دريو مياشتو کې وکړئ

د یاداشت يوه کتابچه جوړه کړئ او د هغه کارونو لپاره مهالوېش جوړ کړئ چې باید تر سره یې کړئ. د دریو میاشتو کارونه مو د اړینوالي او لومړيتوبونو له مخې سره تنظيم کړئ. د بېلګې په توګه، لومړی ټوله میاشت په پام کې ونیسئ او له هغه وروسته اونۍ، هغه کارونه چې ډېر اړین دي همدا نن ورځ یې تر سره کړئ. هره شپه باید د سبا لپاره مهالوېش جوړ کړی.

تر ټولو وړاندې مهم کارونه وکړئ

هره شپه له ځانونو سره ژمنې وکړئ چې سهار له خوبه تر پورته کېدو وروسته بايد مهم او اړين کارونه ترسره کړی. دا د يو قانون په توګه په پام کې ولرئ چې مهم کارونه بايد تر ټولو وړاندې ترسره شي. هېڅ پلمه او هېڅ خنډ بايد د دې سبب نه شي چې تاسو مهم کارونه پرېږدئ او په غير ضروري کارونو بوخت شی.

ځانونه د مهمو کارونو ترسره کولو ته وهڅوئ

د بېلګې په توګه، سبا له یوه مهم کس سره د لیدو وعده لری. په ذهن کې مو داسې تصویر جوړ کړئ چې سبا به له خیره هر څه سم روان وي او ټول کارونه به ډېر ښه پر مخ ځي. یا دا چې غواړی سبا څو مختلفو ځایونو ته ولاړ شی، ځانونه داسې عیار کړئ چې هر یوه ته په خپل وخت رسیده‎ ګۍ وکولای شئ. په دې سره به مو خپل لا شعور ته هر څه په ګوته کړي وي او د خوب پر مهال به هم د سبا لپاره د دې ټولو کارونو ترسره کولو ته تیاری نیسی.

د عمل وخت پر فکر کولو مه ضايع کوئ

فکر او پروګرام جوړول د هر کار لومړی ګام دی؛ خو که د هر کار د کولو لپاره ډېر وخت په نظر کې ونیسی او یا یې په اړه ډېر فکر وکړی دا کړنه به مو د دې لامل شي چې ورو ورو له عمله وروسته پاتې شی. د یو کار په اړه ډېر فکر کول او په کار کې ځنډ کول د دې لامل ګرځي چې ډول ډول پلمې جوړې کړی او بالاخره دې ته يو دليل ومومی چې د کار له کولو ډډه وکړی.

له ځانونو ډېره تمه مه لرئ

که غواړی چې یو نوی کار تر سره کړی خو په دې برخه کې کافي تجربه نه لری، که هر څومره هڅه وکړی بیا به هم له دې کاره د پام وړ لاسته راوړنه ونه لری. د اندېښنې وړ خبره نه ده، ځکه هېڅوک هم په لومړي سر کې مسلکي عمل نه شي کولای. له «نشته» لږ ګټه هم ښه ده. په راتلونکې کې باید له دې څخه زیاته تمه ولری. داسې فکر وکړئ چې د ډېرو لویو کارونو لپاره بايد مهالوېش او پروګرام جوړ کړی، خو تر اوسه لاس پر کار شوی نه یاست.

زیاتره کسان مخکې له دې چې کوم کار پیل کړي، په اړه یې اندېښنه کوي. دوی داسې فکر کوي چې پر وړاندې یې د ستونزو یو دېوال پروت دی، خو که په دې بریالی شو چې کار یې پیل کړ او له نیمایي ور تېر شو، نو پاتې کار به یې ډېر په لېوالتیا سره ترسره کړي.

له کوچنيو برياوو خوند واخلئ

د هر کار له تر سره کولو ورسته، ځانونه نور هم تشویق کړئ او پر کړي کار و وياړئ. کله ناکله خو ځانونو ته ډالۍ هم اخلئ او له ځانونو مننه کوئ. تر هرې کوچنۍ لاسته راوړنې وروسته پر دې فکر کوئ چې څنګه نورې او لويې لاسته راوړنې هم ولری. داسې له يوې خوا هڅول کېږی او له بلې خوا د کار کولو لپاره لا ډېره انرژي مومی.