ايا پوهېږئ؟! چې فيسبوک مو له خپلې کورنۍ څخه هم ښه پېژني؟!

هغه کمپيوټري پروګرامونه چې ستاسې فعاليتونه په ټولنيزو شبکو کې څېړي ،کولای شي تاسې ستاسې له مېرمنو څخه هم ښه وپېژني، او په ټولنيزو شبکو کې داسې پېژندل يوازې يو څو ثانيې وخت نيسي.

نوې څېړنې ښيي چې په فيسبوک کې لايک کول او د ماوس سکرول بې له دې چې يو څه لايک کړې په يوه پوسټ اېښودل هم فيسبوک ته دا لاره اسانوي چې ستاسې د شخصيت په اړه قضاوت وکړي.

ميشل کوسينسکيMichal Kosinski, چې د سټنفورډ پوهنتون ارواپوه ده په دې اړه وايي:

که څه هم انسان د نورو د شخصيت په اړه د پرېکړې کولو په باره کې ډېر حيرانونکی عمل کوي، خو کمپيوټرونه کولای شي په ډېرې اساني سره د ټولنيزو شبکو له لارې انسان ارزيابي کړي ويې څېړي او په اړه یې قضاوت وکړي، ځکه دوی ډېر زيات معلومات په ډېر کم وخت کې اناليز کوي.

ټولنيزې شبکې کولای شي ستاسې د دوستانو په اړه معلومات راجمع کړي ، په بېلابېلو موضوع ګانو مو لايکونه وڅېړي او د کامينټ په برخه کې نظرونو مو راټول کړي.

څېړونکو په ۸۶،۲۲۰۰ کسانو شوی تحقيق را يو ځای کړی دی چې تر څو فيسبوکي لايکونو، نظرونو او د انسان د شخصيت تر منځ اړيکه او يو ډول والی معلومه کړي.

جالبه ده ، چې بوه شئ، چې دا ډول کمپيوټري پروګرامونه يوازې په لسو لايکونو هم کولای شي ستاسې شخصیت ستاسې د ملګرو او همکارانو څخه په ښه ډول تشخيص کړي.

خو که ۷۰۰ لايکونه مو تجزيه او تحليل کړي نو تاسې به ستاسې له تر ټولو نږدې ملګري څخه هم ښه وپېژني ، خو که يې تر ۱۵۰ پورې لايکونه بررسي کړل بيا مو د کورنۍ له غړو څخه هم ښه پېژني، خو په ۳۰۰ لايکونو مو کولای شي له خپلې مېرمنې څخه هم ښه وپېژني.

په دې موضوع باور کول سخت دي خو کولای شئ په دې اړه فکر وکړئ چې فيسبوک څه ډول او تر کومه حده پورې د خپلو يو ميليارد و شاوخوا ۷۰۰ ميليونه ګډونوالو په باره کې پوهېږي؟