ايا کمپيوټر هم څوک ناروغه کوي؟

کمپیوټر د يويشتمې پيړۍ تر ټولو هوښياراو پر مختللې ايجاد ګڼل کيږي . د نړۍ ګوټ ګوټ کې د ډيرو کارونو لپاره کارول کيږي.او اوسنې ژونديې تر ډيره حده هوسا کړي دي. په فابريکو کښي روبټونه کاريږي چې ډير ګړندې او ډير دقيق کار کوي، په دفترونو کښي دقلم او کاغذ ټول کار په کمپیوټرو اړول شوي دي، په کورونو، ښوونځيو، روغتونونو او همدا راز په هرځاي کې دکمپيوټر اسانتياوي ترسترګوکيږي اود انسان سره يې اړيکې دلا نور زياتوالي  په لور رواني دي.

اوس په افغانستان کې هم د کمپيوټر کارونه ورځ په ورځ زياتيږي.

لکه څنګه چې هر شی د ښه والي تر څنګ بد والی هم  لري . همدا ډول کمپيوټر دانسان لپاره داسانتياو تر څنګ د هغه روغتيا ته زيان هم رسولې شي.

د دې ليکنې له لارې هڅه کوم چې د کمپيوټرد هغه کاره ونکو پاملرنه ، د آر اس آي په څير تکليفونو ته،  راواړومه چې په ساعتونو ساعتونوبې له ځنډه(وقفې) کمپيوټر کاروي.

آر اس آي  (Repetitive Strain Injury)RSI

د هغو دردونو يا تکليفونوګډ نوم دي چې دپر له پسې ډيرو وړوکو اواکثره ډيرو سپکو حرکتونو له امله  منځ ته راځي.

لکه د کمپيوټر مخې ته بې له دمې په ساعتونو ساعتونو کښيناستل، د ماوس (موژک) پر سر تل لاس اېښودل او په ګوته باندي په تکرارد يو څه ټوکل،  په نا سمه توګه کمپيوټر ته کښيناستل او داسي نورو حرکتونو نه د انسان عضلات، بندونه او اعصاب په درد لاس پوري کوي. د دې تر څنکه د سترکو ديد هم د کمپيوټر د ډيري کارونې څخه کمېدايشي.

دغه دردونه په څو مرحلوچې لاندې به ورته ګوته ونيول شي،  ويشل شوي دي . د دغو مرحلو له مخي انسان کولی شي وټاکی چې هغه آر اس آي لري او که نه؟ او د هغه تکليفونه د اندېښنې وړ دي او که نه؟

د آر اس آي مرحلي:

– په لومړۍ مرحله کې د انسان لاسونه ، ګوتې، مړوندونه او څنګلې د کار په مهال يا د کار نه وروسته يو څه درد او ستړيا احساسوي. خود لږي تفريح نه وروسته دردونه بيرته له منځه ځي.

– په دوهمه مرحله کې دانسان  څټ ، ولې، څنګونه، رګونه، ملا او لاسونه درد کوي او ځان ډير ستړي او بې ځواکه احساسوي. په دي مرحله کې دردونه د تفريح نه وروسته هم پاتي کيږي. خو د څو ورځو نه وروسته ورو ورو له منځه ځي.

– په  دريمه مرحله کې د انسان  دردونه نه تلونکي شکل نيسي. د څه دکولو وس نه لري، په لاسونو او څنګلو کې يې هيڅ ځواک پاتې نه وي ، هيڅ کار کول نه غواړي او اعصاب يې هم ستړي او نارامه وي.

لکه چې مخکې هم يادونه شوي ده آر اس آي د هغه کارونو نه چې د کمپيوټراستعمال په کښي ډيراړين وي منځ ته راځي. خو نن سبا ځوانان بې له کوم ځانګړي ضرورته د چټ  څخه دآر اس آي په دردونو اخته کيدي شي. ډير ځوانان بې له کوم ځنډه  په ساعتونو ساعتونو ام ايس اين يا چټ کوي چې دزياتې انديښنې وړ خبره ده. د دي لپاره چې د آراس آي په څير ستونزونه ځان وساتو نو ضرور ده چې دکمپيوټرد استعمال په وخت کې لاندينې انځورپه پام کښي ونيسو:

په دغه انځور کې ټولې هغه اندازې ښودل شوي  چې دکمپيوټر دسمې کارونې لپاره اړينې بريښي. دا اندازې په سانتي مترونو ښودل شوي او  د کمپيوټر هر کاره ونکې بايدهغه په تقريبي توګه په پام کې ونيسي . دخپل کار پلان داسي وسنجوي چې کوم وخت او څومره وخت کمپيوټر ته کښېني . په کمپيوټر کې  د هر ساعت کار نه وروسته لږ تر لږه لس دقيقې تفريح وکړي چې ددردونو مخنيوې وشي. خوکه دردونه نه تلونکې شکل ونيسي بيا په کار ده چې  ډاکټر ته ولاړ شي.