ايران د طالبانو پر مټ په نیمروز کې د لويو بندونو د جوړيدو مخه نيسي

د نيمروز ولايتي چارواکي وايي چې ايران په افغانستان کې د اوبو د لويو بندونو د رغونې د مخنيوي په موخه له طالبانو ملاتړ کوي.

دوی په داسې حال کې دا اندېښنه څرګندوي، چې حکومت په پام کې لري، په هېواد کې د کرهڼې د پراختيا په موخه په نيمرزو کې د هلمند پر سيند د کمال خان بند جوړ کړي. د دې بند په جوړيدو سره به ۱۷۵ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

ايران چې په ځلونو يې په افغانستان کې د ورته لويو پروژو له جوړيدو اندېښنه ښوودلې، اوس داسې ويل کيږي چې د دې پروژو د مخنيوي په موخه له طالبانو ملاتړ کوي. د ګارډين ورځپاڼې د يوه راپور له مخې په ۲۰۱۱ زيږديز کال کې د طالبانو يوه نيول شوي قومندان اعتراف کړی و، چې ګواکي ايران د کمال خان بند د نړولو په بدل کې ورسره د ۵۰ زره امريکايي ډالرو د ورکړې ژمنه کړې وه. د نيمروز والي انجنير محمد سميع بيا ډاډ ورکوي چې دوی به د کمال خان بند د امنيت د ټینګښت لپاره خپلې هېڅ راز هڅې و نه سپموي.

دی زياتوي چې د ياد بند د دريم فاز د جوړيدو تړون له يوه ترکي شرکت سره لاسليک شوی دی. ويلي کيږي چې په دې پروژه به ۸۰ ميليونه ډالر ولګول شي.