ايران له سعودي عربستان سره خبرو ته تیار دي

ایران وایي چې په سیمې کې د امن او سولې لپاره له سعودي عربستان سره خبرو ته تیار دي.

په ملگرو ملتونو کې د ایران استاځي غلام علي خسرو د ملگروملتونو سرمنشي او د امنیت شورا ته په یو لیک کي لیکلي مونږ نه غواړو د گاونډي ملک سره تشنج زیات کړو.

ايران چمتووالی ښوودلی چي په سيمه کي به د فرقه ييزې جګړې د ختمولو او د سولې د ټينګولو لپاره له سعودي عربستان سره خبرې وکړي.

سعودي او ايران په منځني ختيځ کي د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

سعودي پر ايران تور پورې کوي، چي په یمن کې د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.

حوثيان له څو کلونو راهيسې د يمن د حکومت پر ضد جنګيږي، او د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد نړيوال ائتلاف پرې هوايي بريدونه کوي.

په ملګرو ملتونو کي د ايران استازي، غلام علي خسرو ملګرو ملتونو ته په خپل ليک کې غوښتنه کړې، څو پر سعودي عربستان فشار راوړل شي، چي د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.