د اي پي ال سیالیو د لومړي پړاو لوبې په هند کې د پارلماني ټاکنو له امله په عرب متحد اماراتو کې ترسره کیږي.
د دغو ولوبو لومړي پړاو به د ابوظبی،شارجه او دوبۍ په لوبغالو کې ترسره شي.
لومړۍ لوبه به د تیر کال د اتلې لوبډلې ممبیي انډینز او کلکتي نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په ځاي وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو پیل شي.
په دې لوبو کې د ممبي له لوبډلې سره دوه سپینر یا سلو بالران هربجن سینګ او پرګیان اوجها او د کلکتې په لوبډله کې د ویسټ انډیز د لوبډلې سنیل ناراین او پیوش چاوله سلو بال اچونکي شامل دي.
د ممبيي انډینز له لوبډله سره د توپ وهنې په برخه کې د استرالیا د لوبډلې توپ وهونکي میکل هسي او د کلکتې د لوبډلې سره د جنوبي افریقا ژاک کیلس شامل دي.
د چناي سوپر کنګز او راجستان رایلز په لوبډو د ټګۍ تورنه لګول شوي، د دې دواړو لوبډلو دوسیه یې په محکمه کې ده او که پرې ثبوت شي نو له سیالیو اوویستل شي.
په دې سیالیو کې د روهيت شرما په مشرۍ د ممبيي انډينز او د هند د مخکني اوپنر بېټسمين ګوتم ګمبهير په مشرۍ د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلو سربیره د هند د کرکټ ملي لوبډلې کپتان کپتان مهندر سېنګ دهوني په مشرۍ چنای سوپر کنګز، د استراليايي لوبغاړي جارج بيلي په کپتانۍ د ګنګز اليون پنجاب د انګلستان د پخواني وتلي لوبغاړي کيون پيترسن په مشرۍ د ډيلي ډيير ډيولز، د استراليا د آلراونډر شين واټسن په مشرۍ د راجستهان رايلز ، د شکهر دهون په مشرۍ سنرايزرس حيدراباد او د ويرات کولي په مشرۍ د رايل چيلنجرز بنګلور لوبډلې شاملې دي.