اټومي تړون له مادو د ایران د وتلو په تړاو د اروپايي ټولنې او ځنیو هېوادونو انديښنه

جرمني، فرانسې، بریتانیا او اروپايي ټولنې په یوه شریکه اعلامیه کې د ایران د هغې پرېکړې په اړه اندیښنه ښودلې چې دغه هېواد د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون څو ژمنې ماتې کړي دي.

جرمني، فرانسې، بریتانیا او اروپايي ټولنې دغه اندېښنې په داسې حال کې کوي، چې ایران ددوشنبې په ورځ اعلان وکړه چې د یورانیمو د غني کولو کچه په سلو کې له درې عشاریه ۶۷ سلنو څخه چې د ۲۰۱۵میلادي کال د تړون له مخې ورته حد ټاکل شوې اړولې او په سلو کې یې څلور نیم سلنو ته رسولې ده

جرمني، فرانسې، بریتانیا او اروپايي ټولنې په دغه اعلا میه کې راغلي

ایران باید خپل وروستي اقدامات دې بیرته شاته کړي او له ځند پرته دې اټمي تړون عملي کولو ته ستون شي

د ایران سره د ۲۰۱۵میلادي کال د اټومي تړون اروپايي لاسلیک کوونکو همدارنګه په ټولو لورو غږ کړی چې د روان ترینګلتیاوو د کمولو لپاره دې مسؤلانه اقدام وکړي

بل لورته ایراني چارواکو ویلي چې په زیاته کچه د یورانیمو د غني کولو پریکړه یې ځکه وکړه چې  له اټمي تړون څخه د امریکا له وتلو او پر ایران د بیا بندیزونو د لګولو وروسته اروپايي لوري د تهران اقتصادي ملاتړ ته لېوالتیا ونه ښوده

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې ایران ډیر بد کارونه کوي او ددغه هېواد لپاره به ښه دا وي چې، له ډیر احتیاط څخه کار واخلي.