اڅکزی: پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم پښتانه مشران وژني

د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې تر نامه لاندې د پښتون قوم د وژنې او له سیاسي صحنې څخه د دوی د محوه کولو هڅې کوي.

نوموړي چې پرون یی په اسلام اباد کې د قبایلي سېمو مشرانو او د خپل ګوند سلګونو پلویانو ته وینا کوله وویل، چې د پاکستان په جوړونه کې د قبایلي سیمواوسېدونکو نه هېریدونکې قربانیانۍ ورکړې، خو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د پښتنو سرښندنو ته د احترام پر ځای د دوی په وژلو او عزت لوټلو لاس پورې کوي.

هغه وویل، قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو، د ترهګرو خلاف تصفیوي عملیاتو او د چين ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د امنیت ټینګښت په پلمه استخباراتي ادارې د پښتنو په وژنه او د دوی د کورونو او هټیو په لوټلو لاس پور کړی.

اڅکزي د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو تور پورې کړ چې د هدفي وژنو په ترڅ کې یی په قبایلي سېمو کې د پښتنو تر ۱۰۰۰ زرو زیات قومي مشران وژلي.