اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډله د بېګ باش لیګ څخه بهر شوه

د اسټرالیا بېګ باش سوداګریزې کرکټ لوبې چې د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه پیل شوې وې، چې د فبروري په ۸ مه نېټه یې پایلوبه ترسره کېږي او سېډني تندر لوبډله یې نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده.

د شنبې په ورځ د اسټرالیا د بېګ باش سوداګریز کرکټ لیګ ناک اوټ یا مهمه لوبه کې اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډله له سیالیو بهر شوه او سېډني تندر کرکټ لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسېده.

دې مهمه ناک اوټ لوبه کې سېډني تندر کرکټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې د الېکس هېلس د ۵۹ منډو په مرسته ۱۵۱ منډې وکړې او اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې ته یې په ۱۵۲ منډې هدف ورکړ.

راشدخان د اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې په ملاتړ ۴ اورونه وکړل، ۲۴ منډې یې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.

اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې په شل اورونوکې د ۹ وېکټو په لوېدو سره ۱۴۳ منډې وکړې او لوبه ترې سېډني تندر کرکټ لوبډلې په ۸ منډو وګټله او اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډله له سیالیو بهر شوه.

د لوبې غوره لوبغاړی انګلستانی الېکس هېلس وپېژندل شو.

د فبروري په ۶ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ سېډني تندر کرکټ لوبډله له مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې سره نیمه پایلوبه کې مخ ده او هره لوبډله، چې لوبه وګټي نو پایلوبې ته ځي او له سېډني سکسرز کرکټ لوبډلې سره پایلوبه کې مخ کېږي.

د فبروري په ۸ مه نېټه د شنبې په ورځ د بېګ باش کرکټ لیګ پایلوبه کېږي.