اړینه مطالعه څنګه وکړو؟

۱: د مطالعی لپاره د یو ښه او مناسب محیط برابرول

مطالعې محیط باید آرام وي، ځکه د مطالعې په اطاق کې د بل څه شتون

( تلویزیون، رادیو، د کورنۍ کوم غړی او نورو موجودیت) ممکن ددی سبب شي چې تاسې په دقیق ډول مطالعه و نه کړئ.

تېره هفته مې یو ښایسته ناول مطالعه کوو، ډېر ژور پکي تللي وم، خو نا څاپه مې ورور اطاق ته را داخل شو، او تلاوت یې په لوړ اواز شروع کړ، نو زما توجو یې خرابه کړه، دري صفحي ناول مې نور هم ولوست خو هیڅ خوند مې ترې وانخیست، ځکه توجو مې خرابه شوه.

۲: د کتاب لوستلو سره لیواله اوسیږئ

هغه څه چې غواړي مطالعه یې کړي، باید ورسره پوره لیوالتیا ولرئ.

۳: د مطالعې پر مهال یاداښتونه درسره واخلئ او لنډیز یې راوباسئ – ددې سره په څنګ کښې، د متن کلیدي او برجسته لغاتونه او عبارتونه په نښه کړئ.

زه اکثره وخت چې کله مطالعه کوم، نو خپل موبایل مې څنګ کې ږدم، او د کتاب څخه یاداښتونه د خپل موبایل په نوټ کې لیکم، کله چې مې د کتاب مطالعه خلاصه شي نو هغه یاداښتونه چې مې اخیستي هغه لولم.

۴: هېڅکله د خوب په ځای کې مطالعه مه کوئ

زما په تیر پوسټ یو جلۍ کمنټ کړي وو، چې کتاب ماته د خوب ګولۍ ده، نو هر کله چې مطالعه کوئ، نو د خوب ځاي کې یې مه کوئ. کوشش وکړئ د مطالعه کولو وخت کې کینئ او په ناسته مطالعه وکړئ.

۵: د مطالعې لپاره باید لومړی ذهناً او جسماً آماده واوسو

هيڅکله داسي وخت کې مطالعه مه کوئ چې تر ذهني فشار لاندی استئ.

۶: د لیکوال، کتاب او محتوا و پېژنئ

تیره ورځ مې یو ناول لوستلو، ولاکه تر اخېره د ناول په هدف پوه شوم، چې د ناول مقصد څه وو.

د ناول اخېر کې مې لیکوال ته زړه کې یو څو ښایسته کنځلي وکړي.

نو اول لیکوال مطالعه کړئ بیا وروسته یې کتاب مطالعه کړئ.

زړه مې غواړي دومره کتابونه راسره وي، لکه دې تصویر کې چې دی، او زه ورته کرار ناست یم، مطالعه کوم یې.

 

د مطالعه په اړه تاسو راسره خپلي تجربي او پوښتني شریکي کړئ.

کاپي…