اکشى کمار د فيل د خوشايو څخه جوړ چاى څښلى

د هندي فلمونو مخکښ هنرمند اکشى کمار چې د خپل اېکشن لپاره هم ډېر پېژندل کېږي، هغه سږکال د نړۍ په کچه په ١٠ هغ هنرمندانو کې هم راغلى و، چې په کال کې يې ډېرې پېسې ګټلې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، هغه د هند يوازينى ممثل و چې د نړۍ په کچه د زياتو پېسو ګټونکو ١٠ هنرمندانو کې يې نوم راغلى و.

په دې ليسټ کې اکشى کمار له دې امله هم شامل و، چې د کورونا له امله که څه هم ټول کارونه په ټپه ولاړ و، خو اکشى کمار بيا هم په ځينو شيانو کار کاوه.

په دې کې يو هم د هغه راتلونکې ډاکومنټري (بير ګريلز: ان ټو دي وايلډ) شامل دى. دا يو ډول د ډاکومنټري ټايپ خپرونه ده چې د برېتانيې پخوانى پوځي او اداکار بير ګريلز يې کوربه او له مشهورو کسانو سره يې په ځنګل کې ثبتوي.

اکشى کمار په خپل انسټاګرام کې د (بير ګريلز: ان ټو دي وايلډ) يوه لنډه شان ويډيو هم خپره کړې ده او ويلي يې دي، چې دا خپرونه به د سپتمبر په ١١مه نېټه په ډسکوري او په ١٤مه نېټه په ډسکوري پلس ټلويزيونونو کې خپره شي.

په دې خپرونه کې اکشى کمار د بير بريلز سره د ځنګل سفر کوي، په ځنګل کې سېل کوي او له بېلا بېلو شيانو سره مخ کېږي.

خو د دې خپرونې د لنډې ويډيو سره اکشى کمار ليکلى دى، چې د (بير ګريلز: ان ټو دي وايلډ) ثبت به هغه هېڅ کله هېر نه کړي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې کله يې د فيل د خوشايو څخه جوړ چاى وڅښه.

په دغه لنډه شان ويډيو کې چې اکشى کمار خپره کړې ده، پکې ليدل کېږي چې بير ګريلز نوموړي ته چاى ورکوي، خو په دغه ويډيو کې داسې کومه خبره نه ده شوې چې دا چاى د څه شي دي. خو اکشى کمار په کېپشن کې ورسره دا خبره ليکلې ده، چې دا چاى د فيل د خوشايو څخه جوړ شوى و، چې هغه ته په ځنګل کې د څښاک لپاره ورکړل شوى و.

کاپي…