اکشي ته يې ریښتیا هم ښځې ویلي، چې پرینکا سره فلمونه مه جوړوه؟!

لس کاله وشوه، چې اکشي کومار او پرینکا چوپړا کوم ګډ فلم جوړ نه کړ. دوې لس کاله مخکې په (وخت – د رېیس اګنسټ ټایم) فلم کې کار وکړ.

دا ددوې دواړه وروستی فلم شو او بیا تر نن ورځې دوې کوم ګډ فلم جوړ نه کړ.

د بالیووډ ستوری اکشی کومار چې همدا اوس د خپل فلم (جولی ایل ایل بي ۲) لپاره بازار ګوري، تازه د پرینکا چوپړا په اړه له پوښتنو سره مخ شو.

داسې ګنګوسې دي، چې له پرینکا چوپړا سره د ګډ فلم جوړولو څخه اکشی کومار خپلې ښځې توینکل کانا منع کړی دی؛ خو اکشی کومار وايي، چې دا خبرې ناسمې دي.

اکشی کوماروايي،((داسې څه خبره نشته. ما د پرینکا چوپړا سره په ۵ فلمونو کې کار کړی. او که په راتلونکې کې هم کومه موقع پیدا شوه، حتما به ګډ فلم جوړ کړو.))

اکشي کومار وویل، چې دې له پرینکا چوپړا سره هیڅ کومه ستونزه نه لري. هغه زیاته کړه:((راځئ چې پرینکا ته ټیلفون وکړو؛ ایکتا کپور او فراه اختر هم زنګ ووهئ. هیڅ ستونزه نشته. تاسې به په حقیقت پوه شئ.))

اکشي کومار په هالیووډ کې د لاسه تر راوړنو له امله د پرینکا چوپړا ډيره ستاینه هم وکړه. اکشي وویل، چې دې پرینکا ته احترام لري او په هغې ویاړ کوي.

پرینکا چوپړا وايي، چې دې هم د اکشي کومار سره هیڅ ستونزه نه لري. ددې تل کوښښ دا وي، چې غوره سکریپ (متن) پیدا کړي. د اکټر خبره ددې لپاره دومره مطرح نه ده.

اکشي کومار او پرینکا چوپړا په اعتراض، مجسي شادي کریګو، نداز او نور فلمونو کې ګډ کار کړی دی.

یو وخت ددوې ترمینځ د یارانې ګنګوسې هم وې؛ خو دوې په دې اړه هیڅکله خبرې نه دې کړي.

ددوې اړیکې په ۲۰۰۴ کال دې اعتراض فلم پر مهال رسوا شوې، چې د اکشي میرمن پرې سخت غبرګون وښود. له هغې وروسته بیا ددوې دواړه د خلکو له مخه پنا شوه.

ویل کیږي، چې له هماغې وروسته، د اکشي میرمن اکشي ته خبرداری ورکړی، چې د پرینکا چوپړا سره بیا هیڅکله هم په ګډ فلم کې کار ونه کړي.

خو اکشي کومار دا خبرې ناسمې بللې دي.

اکشي کومار او توینکل کانا ۱۶ کاله مخکې واده کړی او دوه ماشومان لري.