یکشنبه , 28 اپریل 2024

اکشی کمار په (دهوم ۴) فلم کې د کار کولو خبرونه رد کړل

په بالي ووډ کې د دهوم لړۍ فلمونو یو له هغه فلمونو څخه دی، چې په اړه يې ډېر بحثونه کېږي، ځکه دا فلمونه په ډېره بودیجه جوړېږي، ډېر ایکشن پکې وي او د بدمعاشانو یا غلو لپاره ډېر پېژندل کېږي.

 

د دې لړۍ څلورم فلم (دهوم ۴) چې تراوسه پورې یې رسمي اعلان نه دی شوی، له ډېر وخت راهیسې ورسره د مشهورو اداکارانو نومونه تړل کېږي، چې پکې د شاه رخ خان، سلمان خان، رنویر سینګ او په دې وروستیو کې د اکشی کمار نوم تړل شوی دی.

 

اکشی کمار په یوه تازه مرکه کې چې کله ترې په دې اړه پوښتنه وشوه، چې ایا د (دهوم ۴) فلم کې د کار کولو لپاره ورته وړاندیز شوی یا په دې فلم کې کار کوي، نو هغه دا خبرونه رد کړل او وې ويل چې دا ټول جعلي خبرونه دي.

 

د یادولو ده چې که څه هم تراوسه پورې د (دهوم ۴) فلم په اړه رسمي اعلان نه دی شوی، خو داسې هم ویل کېږي چې ښايي دا ځل په دې فلم کې د غل یا بدمعاش کردار کومه ښځینه اداکاره ترسره کړي او د دپیکا پاډوکون نوم هم په دې برخه کې یادول کېږي.

 

د یادولو ده چې په د دهوم په لومړي فلم کې جان ابراهام، په دویم کې ریتیک روشن او په دریم فلم کې عامر خان د غل کردار لوبولی و، دا فلم د هیرو پر ځای د منفي کردارونو کوونکو اداکارانو په نومونو ډېر پېژندل کېږي.

کاپي…