د سویلي افریقا او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ د سویلي افریقا په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
د دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې سریلانکا لوبډلې سویلي افریقا ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۰۰ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه متیوز ۹۷ ناسوځېدلې او ډیکویلا ۴۳ تر نورو زیاتې منډې وکړې.
د سویلي افریقا ټوله لوبه لوبډله په ۲۵م اور کې په ۱۲۱ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۱۷۸ منډو په ستر توپیر وبایلله.
د سریلانکا لپاره اکیلا دننجایا د سویلي افریقا ۶ لوبغاړي وسوځول او لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د دې سیالیو درې لوبې افریقا او دوه سریلانکا وګټلې او په همدې ترتیب یې اتلولي هم په خپل نوم کړه.
د کریکنفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه شل اوریزه لوبه به سبا سه شنبه ماښام ۶ بجې ترسره شي.
نصرت الله عمرزی