ایاپوهیږئ چې یو ښه انسان څوک دی؟

۱. هغه چې سره له دې چې خبرې کوي غوږ هم نیسي.

۲. هغه چې کورنۍ ملګرو او دوستانو سره رښتينی وي.

۳. هغه چې په ګوته چاته اشاره نه کوي او امر نه پرې کوي.

۴. هغه چې له خلکو سره ستونزې نه لري او ښه کوي.

۵. هغه چې پوهېږي چې څنګه یوه ګوله حلاله روزي پيدا کړي.

۶. هغه چې د خپل دوست او دښمن ترمنځ په توپیر پوهېږي.

۷. هغه چې د ماشوم او لوی انسان تر منځ په توپير پوهېږي.

۸. هغه چې که غوښه نه وه کچالو هم خوري او که هغه هم نه وه وچه ډوډۍ خوري.

۹. هغه چې په هر کار کې ادب په نظر کې لري.

۱۰. هغه چې له هر ډول او هر راز چاپېریال سره جوړجاړی کوي.

۱۱. هغه چې خپلې ظاهري ښکلا ته یې تل پام وي.

۱۲. هغه چې خپله انرژي او توان بیځایه نه مصرفوي.

کاپي…