ایا رښتیا سلمان خان ۱۷ کلنه لور لري؟ سلمان خان یې په اړه غبرګون ښکاره کړ

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان په اړه په ټولنیزو رسنیو کې دا اوازه خپره شوې ده، چې هغه ښځه لري او ۱۷ کلنه لور هم لري چې دواړه یې له نورې نړۍ څخه پټ ساتلي دي.

سلمان خان د یوې خپرونې پر مهال دې اوازې ته په غبرګون کې وویل، چې دا خلک هسې بېځایه ادعاوې کوي او هغه نه لور لري او نه هم ښځه لري او نه دې ته اړتیا لري چې له چا یې پټ وساتي.

سلمان خان وویل، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خلک یوازې د دې لپاره اوازې خپروي، چې زه ورته ځواب ورکړم، خو زه داسې خلکو ته ځواب نه شم ورکولی، د دوی بل هېڅ کار نشته دی.

هغه دا هم وویل چې په ممبۍ کې یې کور ټولو ته معلوم دی، په خپل کور کې د خپلو والدینو سره یو ځای ژوند کوي.

کاپي…