ایا متـــلونه د ښو اخلاقو په تـــرلاسه کولو کې مـــرسته کولای شی؟!

متــــــل څه ته وايې؟!

متلونه لنډې ويناوې دي چې ليدونکی حال له تېر حالت سره مشابه کوي، هغه څه چې وروستی حالت له تېر حالت سره يو ځای کوي هغه ته تمثيل يا متل وايي.

په اخــــــلاقو باندی د متـــــلونو اغیز:

متلونه په نفسونو غښتلی اثر لري، خلکو کې ګرځي راګرځي، انسان عمل ته هڅوي ، سلوک يې سموي او د ژوندانه لارې ورته روښانه کوي. دا ځکه چې متل سپارښتنې لارښوونې او زده کړې ته شامل وي، هوښيار سړی د متل په اورېدو د سمې لارې پلټنه کوي، غافل او ناخبره د متل له کبله د تېرو تاريخي حوادثو پند اخلي.

متلونه ډېر اسان وي ژر زده کيږي، خپلې موخې ته ډېر په اسانۍ اشاره کوي.

انسان د ژوند په چارو کې د يو حالت څخه نه تيريږي مګر په هغه کې به بېشماره متلونه موندلی شي، چې ورپېښه ستونزه ورته اسانوي او يا يې توجه يو داسې سالم لوري ته اړوي چې د هغه په وسيله يې سلوک سميږي بيا هغه شيان ښه ګڼي او له ناوړه شيانو کرکه کوي.

علي بن عبد الرحمن بن هذيل وايي:” د انسان ادب تر هغه نشی پوره کيدی تر څو چې په خلکو کې دود شوي متلونه، ناشنا شعري بيتونه، د تېرو وختونو عجيبه کيسې، او د هغوی څخه صادر شوې ناشنا او بليغه خبرې او ويناوې و نه پېژني ځکه په دې کارونو کې زده کړه، د عقل پوهې او ادب ترلاسه کول دي چې د سړيتوب او د نسب له خاوندانو صادر شوي وي”.

د عــــربی ژبی ځینې متــــلونه:

عربو سره د متلونو ډېره لويه ذخيره ده چې يو کتاب يې نشی راګېرولی او نه يې يو ليکوال راټولولی شي.

هغه متلونه چې د ښو اخلاقو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي يو شمېر په لاندې ډول دي:

(1) إياك وأن يضرب لسانك عنقك

له ژبې دی په ډار شه چې څټ دې ونه وهي.

(2) إياك وما يعتذر منه

داسې کړنه مه کوه چې بښنې ته دی اړ کړي.

(3) تعجيل العقاب سفه

په سزا کې تلوار بي عقلي ده.

(4) خير الناس هذا النمط الأوسط

په خلکو کې غوره انسان ميانه رو دی يعنې چې د زياتي او کمي تر مينځ وخت تېروي.

(5) تقطع أعناق الرجال المطامع

طمع د خلکو څټونه پرې کوي.

(6) الخطأ زاد العجول

خطايي د تلوار توښه ده.

(7) خير الغنى القنوع وشر الفقر الخضوع

غوره شتمني قناعت دی او ناوړه فقر نورو ته بيوﺯلي څرګندول دي.

(8) ضرب وجه الأمر وعينه

د کار مخ او سترګې يې واړولې.

د هغه چا په حق کې دا متل ویل کیږی چې د خپل ښه فکر او پلان له مخی د يو کار مخ او څټ بدلوی.

(9) المشاور قبل المثاورة

مشوره له اقدامه مخکې وي.

(10) المدارة ملاك قوام المعاشرة وملاک المعاشرة

مدارت او ښه سلوک د ښه ژوند د تېرولو تير دی.

(11) سبك من بلّغك السب

چا چې درته دبل کنځلې درواورولې نو ته يې وکنځلې.

(12) إذا أراد أحدكم أمرا فعليه بالتؤدة

کله چې له تاسو څخه يو کس د کوم کار اراده وکړي نو بايد د غور او دقت څخه دى کار واخلي.

(13) إذا لم يكن ما تريد فأرد ما يكون

که ټول غوښتل شوي شيان نشي ترلاسه کولی لږ خو يې ترلاسه کړه.

(14) الانقباض عن الناس مكسبة للعداوة، وإفراط الأنس مكسبة لقرناء السوء

له خلکو څخه ګوښه والی او ورسره په تريو تندي ژوند تېرول ددښمني لامل ګرځي خو زياته مينه هم د بدو خلکو د ملګرتيا سبب ګرځي.

(15) إن من ابتغاء الخير اتقاء الشر

د خير لټون دا دی چې له شره ځان وساتې.

(16) ليس من العدل سرعة الغذل

ژر ملامته کول عدالت نه دی.

ليکنه: محمد بن ابراهيم الحمد

ژباړه: اندیال ساپی