ایراني چارواکي وايي، د سعودي عربستان سمندري ساتونکوچارواکو په فارس خلیج کې د ایراني کب نیونکو پر دوو بېړیو ډزې کړي چې په ترڅ کې یي یو کب نیونکی وژل شوي دی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د سعودي چارواکو ادعا کړې چې بېړۍ د جمعې په ورځ د دوی اوبو ته ور تېرې شوې وې نو له دې امله یې ساتونکو ډزې کړي دي ترڅو ددوي داوبو څخه بهرشي.
خو د ایران د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ په یوه خبره پاڼه کې وویل چې د سعودي د دې ادعا په اړه څېړنې کوي او پر کب نیونکو حمله یې له بشري اصولو سره مخالفه بللې ده.
تراوپرې سعودي عربستان تبصره نه ده کړې.