ایراني پلاوي دهراوود کې د هلمند اوبو له سرچینې لیدنه کړې ده

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال افغانستان ته د ایراني پلاوي د راتګ او د دهراوود اوبو د اندازه کولو د تم‌ځایه له لیدو خبر ورکړی دی. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ایراني پلاوي د دهراوود د اوبو د ارزونې په ورځ، د اوبو جریان په یوه ثانیه کې اوه مټره مکعبه و، چې دا وضعیت ټکان ورکوونکی دی. له ارزونې وروسته ایراني پلاوي وموندله چې هلمند سیند د اوبو جریان خورا کم دی او مرستیال سیندونه یې ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک په بشپړه توګه وچ دي.