ایراني پلاوي هلمند سیند کې د اوبو کچې کمېدل منلي دي

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي حسن کاظمي قمي ویلي‌ د ایران د اوبو برخې متخصصانو تایید کړې چې سږکال په زمري میاشت کې د هلمند سیند د اوبو کچه له نورمال اوبیز کاله کمه وه.‌ هغه دا څرګندونې د ایران‌ د یوه فني‌ پلاوي لخوا د افغانستان د ارزګان په دهراوود کې د اوبو کچې مالومولو تمځي له کتنې یوه اونۍ وروسته کړې. خو قمي پر دې هم ټینګار کړی چې په هر صورت دې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران حقابه په سمه او عادلانه ډول ورکړ شي. هغه پر خپله ‏ټویټر پاڼه لیکلي د ۱۳۵۱ کال د اوبو تړون له مخې ایراني پلاوي ته په دهراوود کې د اوبو کچې ارزولو تمځي د کتلو اجازه ورکول په باور جوړونه او ښه ګاونډیتوب کې د کارنده تعاملاتو پیل لپاره مثبته نښه ده. هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت سیسان سیمې ته له هلمند سیند او له هغې پرته د څښلو اوبو د تامین پر ګڼو پروژو کار کوي.