ایراني ځواکونو په پاکستان خاوره برید کې ۹پاکستانیانو ته مرګ ژوبله واړوله

د پنجګور د سیمې چارواکي وايي چې ایراني ځواکونو د دوو هیوادونو پولې ته نژدې د چیدګي پر سیمه ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۴ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.

سیمه ییز چارواکي وايي چې وژل شوي او ټپیان پاکستانیان دي.

دوی وايي، ویشتل شویو کسانو د پاکستان په خاوره کې خپل څاروي څرول چې د ایراني ځواکونو له لوري پرې ډزې وشوې.

پاکستاني چارواکي وايي چې تر دې پخوا هم په ځلونو ایراني ځواکونو له خپلې خاورې د پاکستان په لور ډزې کړي او مرګ ژوبلې یې اړولي دي.

د دوی په وینا تېره میاشت د پنجګور په سیمه کې د ایران یوه بې پېلوټه الوتکه د پاکستان د هوايي قلمرو د سرغړونې په خاطر وویشتل شوه.

د پاکستاني بلوچستان د چاغي، واشک، پنجګور، کیچ او ګوادر سیمې له ایران سره په پوله کې پرتې دي.

ایران وايي چې له دغو سیمو د ایران وسله وال سُني مخالفان وراوړي او پر ایراني ځواکونو حملې کوي.