د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو شمېر مهمو څوکیو لپاره داسې کسان نومولي، چې له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکي نه دي، چې همدې چارې د ایران سخت غبرګون راپارولی.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي خبرداری ورکړ، که چېرته امریکا پر ایران لګولي بندیزونو تازه کړي، ایران به ترې غچ واخلي.
د امریکا متحده ایالاتو د استازیو جرګې ویلي دي، چې پر ایران باید د بالسټیک توغندیو او د بشري حقونو څخه د تیریو له امله پخواني بندیزونه تمدید شي.
واشنګټن ویلي دي چې دا بندیزونه له اټمي تړون سره هیڅ تړاو نه لري، خو تهران د واشنګټن دا څرګندونې ردوي او وايي چې دا بندیزونه هم د اټمي تړون د موافقې سره په ټکر کې دي.
د امریکا استازیو جرګې تېره اوونۍ پر ایران لګولي بندیزونه چې له ۱۹۹۶کال راهیسې لګیدلي دي، د ۱۰ نورو کلونو لپاره تمدید کړل.
د استازیو جرګې دا پریکړه باید د سنا او د ولسمشر اوباما له لوري د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو وړاندې ومنل شي، ترڅو قانوني بڼه خپله کړي.
ټرمپ د انتخاباتي مبارزې پر مهال له ایران سره اټمي تړون د امریکا په زیان بللی و.