ایران او افغانستان د تولید او صنعت په برخه کې همکارۍ ډېروي

د راپورونو له مخې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو په تهران کې له ایراني چارواکو سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ ۲۵ هوکړې هم لاسلیک شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د صنعت او تولید په برخه کې به همکاري ډېروي.

ایراني لوري ویلي چې ایران د صنعت له اړخه په ښه وضعیت کې دی او دوی به هڅه وکړي چې له افغانانو سره د تولید او صنعت په برخه کې همکاري ډېره کړي.

افغان لوري هم ویلي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ باید تر بل هر وخت اسانه او ښې کړل شي.