ایران باید د وېشتل شوې اوکراینۍ الوتکې پېښه دقیقه وڅېړي

د یادې وېشتل شوې الوتکې په اړه لندن کې د افغانستان په شمول د یو شمېر نورو هغو هېوادونو چارواکو غونډه وکړه، چې اتباع یې په دغه اوکراینۍ الوتکه کې وژل شوي وو. په دې غونډه کې ټینګار شوی، چې ایران باید د پېښې عامیلینو سزا ورکړي. د افغانستان په شمول هغو هېوادونو، چې اتباع یې په ایران کې د الوتکې د وېشتلو په پېښه کې وژل شوي دي، له ایران څخه غوښتي چې د پېښې ټول مسوولیت دې ومني او د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي. د پنجشنبې په ورځ لندن کې د کاناډا، برېټانیې، سویډن او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یوې غونډې کې هوکړه کړې چې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د ځواب ویلو لپاره به د همکارۍ یو منظم پلان جوړوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د غونډې ګډونوالو له ایران څخه د پېښې عامیلینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې. یاده الوتکه شاوخوا یوه اونۍ وړاندې په تهران کې د ایران له لوري ووېشتل شوه، چې پکې سپاره ټول ۱۷۶ مسافر ووژل شول.