سعودي عربستان ۱۵ کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړل
دا کسان په ۲۰۱۳ کال کې نیول شوي او ایران ته په جاسوسۍ تورن شوی ول.
د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد ۱۵ تنه ایران ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړل.
په یاده قضیه کې ۳۲ کسان تورن ول، چې د سعودی عربستان۳۰ شیعه مذهبه، یو افغان او یو ایرانی پکې وو، چې د دوی له ډلې ۱۵ تنه یې په اعدام محکوم شول.
په اعدام محکوم شوي افراد په ۲۰۱۳ کال کې نیول شوي وو، چې تېره فبرورۍ یې محاکمه پیل شوه.