ایران ته! زمونږ اوبه ستاسو ژوند ژغوري خو؛ستاسو حکومت زمونږ ژوند اخلي!

لویه لوبه ـ ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی

د سیمې ټول دولتونه د سولې پروسې د ملاتړ ادعا کوي، سره له دې چې د افغانستان د باثباته کولو کوښښونو او د امریکا  اوږدمهاله نظامي حضور څخه وېره لري.

د سولې کاروان غړي په داسې حال کې چې د وینې بهېدنې لامل د پاکستان استخبارات، پوځ او حکومت بولي، د پاکستان سفارت کې یې د خپلو لاسونو ورغوي په چاقو پرې کړل او د پاکستان خلکو او نړۍ ته لیکلی لیک یې په وینو لاسلیک کړ. په اپریل میاشت کې پاکستان او افغانستان د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان په اړه چې دواړه لوري د تروریستي او جنګي ډلو پر ضد اقدام ته اړباسي موافقه وکړه. افغانستان او متحده ایالاتو خپل سهم ادا کړ او د جون په ۱۵ امریکا او د افغانستان استخباراتو ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د افغانستان په ختیځ کې وواژه. اما پاکستان په خپله خاوره کې د هغوطالب مشرانو حضور چې له امریکایي ځواکونو او افغانستان سره جنګ کوي، ردوي.

د سولې مارش کوونکو د روسیې سفارت ته له رسېدو سره په ټویټر کې د روسیې خلکو ته ولیکل: ”ستاسو حکومت زموږ په خاروه کې له امریکایانو سره نا اعلان شوی جنګ کوي“.افغانستان او امریکا روسیه له طالبانو سره په مرستو تورنوي. هغوی وایي چې روسیه زړې وسلې  په تاجکستان کې له نظامي مانور وروسته طالبانو ته ورکوي. هغه تکتیک چې دوی د اوکراین په ختیځ کې د جنګیالیو ته د وسلو ورکولو لپاره کاراوه.

روسان استدلال کوي چې  د منځنۍ اسیا د پولو د ساتنې لپاره له سیمه ییزو قومندانانو سره اړیکې نیسي او مسکو دا د خپل امنیت لپاره حیاتي بولي. ( مسکو ادعا کوي چې هغه د جنګسالارانو قومندانان دي نه واقعي طالبان.“ د روسیې او طالبانو نږدېوالی د افغانستان په شمال کې د داعش د حضور له امله دی. د جولایي په لومړیو کې طالبانو د روسیې په ملاتړ پراخ برید وکړ چې د ترکمنستان پولې ته څېرمه له درزاب څخه داعش وباسي. په ۲۰۱۶ کال کې په مسکو کې په خصوصي مذاکراتو کې روسي مقاماتو ګواښ وکړ که امریکا اوکراین ته وسلې ورکړي ممکن په افغانستان کې له هوایي ضد بریدونو سره مخ شي.

د سولې برنامې څخه د حذفېدو په احساسولو سره چې د امریکا په رهبرۍ او مشرۍ ترسره کېده روسیې چین، هند، ایران او پاکستان  په ۲۰۱۶ کال په مسکو کې موازي مذاکراتو ته ور وبلل.  روسیې د جولایی په ۱۶ اعلان وکړ چې له طالبانو به هم غوښتنه وکړي چې د اوړي له پایته رسېدو دمخه په روسیه کې دغسې مذاکراتو سره یو ځای شي؛  لوبغاړي چې ټینګار کوي چې یوازې د سولې قانوني او مشروع لاره د افغانانو په مشرۍ وي.

د ایران په سفارت کې د سولې د کاروان پر یو بینر لیکلي و: ” د ایران خلکو ته! ستاسو حکومت په افغانستان کې جنګي ډلې وسله والې کوي.“ بل بینر ویل: ”زموږ اوبه ستاسو ژوند ژغوري، اما ستاسو حکومت زموږ ژوند اخلي.“ د سپتمبر له یولسمې وروسته، ایران له امریکا سره د طالبانو په له منځه وړلو کې مرسته وکړه، اما د امریکا او ایران د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالبانو مشر اخترمحمد منصور په می په میاشت کې څو اونۍ د سپاه پاسداران مېلمه و. داسې راپورونه و چې د ایرانیانو او طالبانو د ملاتړ د مذاکراتو محور ګډ دښمن داعش او امریکا و.  کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران سره اټومي قرارداد لغوه کړ، نو تهران له امریکایي ځواکونو څخه د غچ اخیستڼې په موخه له طالبانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.