ایران دپاکستان په خاوره درې توغندي توغولي

 

د ایران سرحدي ساتونکو پرون د پاکستان د بلوچستان ایالت پاروم سیمه په توغندیو ویشتې ده.

د سیمې چارواکو دې نېشن ورځپاڼې ته تایید کړې چې درې توغندي د ایران له لوري توغول شوي دي. چارواکو ویلي چې د توغندیو برید کې چا ته هم مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی.

دا لومړی ځل نه دی، ایران له دې وړاندې هم د پاکستان پر څو مختلفو سیمو توغندي ویشتي دي. ایران وایي، ترهګر د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي. څه موده وړاندې د ایران د پوځ مشر ګواښ کړی و، که اړتیا وویني، نو پاکستان کې به عملیات وکړي. ایران او پاکستان نهه سوه کیلومټره پوله لري.

څو ورځې وړاندې د ایران یوه جاسوسي الوتکه چې د پاکستان خاورې ته ننوتې وه، د پاکستان هوایي پوځ را وغورځوله. د توغندیو بریدونه او د ډرون الوتکو پروازونه ايران وروسته له هغې پیل کړل چې ترهګرو د ایران لس تنه سرحدي پوځيان ووژل. ایران ویلي وو چې ترهګر د پاکستان له خاورې ور اوښتي دي. پاکستاني چارواکو ویلي چې سبا له ایراني سرحدي چارواکو سره غونډه لري.