د منځني ختیځ او شمالي افریقا ۱۱ هیوادونو په یوه لیک کې چې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې ووېشل شو، ویلي د ایران اعمال په سیمه کې د بې ثباتۍ او کړکېج سبب شوي دي.
دوی ایران د تروریزم په ملاتړ او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.
یادو هیوادونو ځینې بلګې دا بللې چې: «په یمن کې د حوثي یاغیانو او په لبنان کې د حزب الله ملاتړ او د سوریې په جګړه کې د دغه هیواد ګډون د ایران بله مداخله.»
دوی ویلي چې ایران حوثیانو ته پیسې، وسلې او روزنه ورکوي.
د یادولو وړه ده چې ایران په ښکاره وايي چې په سوریه کې د بشار اسد د قانوني حکومت ملاتړ کوي او د شیعه ګانو د سپېڅلو زیارتونو ساتنه کوي.
خو د یمن په اړه وايي چې سعودي عربستان په دغه هیواد کې جنګي جنایتونه کوي.