یو شمېر ایراني امنیتي چارواکو د امریکا هغه تور په اړه سخت غبرګون ښودلی، چې له مخې یې په عراق کې د لاریونوالو له لوري د امریکا پر کونسلګرۍ برید شوی وو.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ځینو چارواکو ویلي، ایران جګړه نه غواړي؛ خو د چا له شخړې او جګړه هم نه ویریږي.
د عربي رسنیو د راپورنو په اساس، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو امنیتي چارواکو امریکا ته په اشارې ویلي، چې جګړه نه غواړي؛ خو د هیچا له جګړې او شخړې هم وېره نه لري.
ایراني پوځي چارواکي دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران تور پورې کړ، چې په عراق کې د امریکا پر کونسلګرۍ د لاریونوالو برید کې ایران لاس درلود.
عراق کې د تېرې سه شنبې په ورځ یو شمېر عراقي لاریونوال د امریکا کونسلګرۍ ته ور ننوتل او یو شمېر خونې یې وسوځولې، چې امریکا دغه چاره د ایران کار وباله.
همدا راز امریکا پر ایران تور پورې کوي، چې د کتایب خزب الله وسلوالې ډلې ملاتړ کوي او د دغې ډلې وسلوال غړي د امریکا پر وړاندې کاروي.
اوس ایران د امریکا له لوري دغه تورونه بې مسوولیته خبرې بللي او ویلي یې دي، ایران نه غواړي جګړه وکړي، خو د چا له جګړې هم نه ویریږي.
د دوی په خبره امریکا دې د ایران پر وړاندې تورونو کې له احتیاطه کار واخلي.
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو او امریکا ترمنځ وروسته له هغې اړیکې لا ډېرې ترېنګلې شوې، چې امریکا د ایران یاد ځواکونه د ترهګرو ډلو په تور لېست کې شامل کړل.