ایران پر سعودي عربستان د بريد ګواښ وکړ

د ايران د دفاع وزير حسين دهقان تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد رسنيو ته په خپلو خبرو کې وويل: (که سعودي د دوی په خلاف نا مناسب اقدام وکړي نو دوی به هم له مدينې او مکې پرته د سعودي هره برخه په نښه کړي).
دهقان دغه څرګندونې د سعودي عربستان د ولي عهد د مرستیال محمد بن سلمان د خبرو په ځواب کې کړي دي.
محمد بن سلمان د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي وو، چې د سنيانو او شیعه ګانو د نفوذ لپاره جګړه به په سعودي کې نه په ایران کې کیږي او په وينا يې، مونږ خبر یو چې مونږ د ایران د حکومت هدف یو خو مونږ به دیته انتظار ونکړو چې دوي سعودي ته دغه جنګ انتقال کړي بلکې مونږ به دغه جنګ ایران ته یوسو.
خو د ایران دفاع وزير وايي: (سعودي فکر کوي چې هغوی هرڅه کولی شي، ځکه چې هوايي قواوې لري).
دواړه هېوادونه په شام کې د مخالفو وسله والو ملاتړ او مرسته کوي.
سعودي تور پورې کوي، چې ګنې ايران په يمن کې د حوثي شيعه ګانو ملاتړ او مرسته کوي، خو ایران دغه تورونه ردوي.
سعودي چارواکو ويلي،ایران غواړي د اسلامي نړۍ مشري وکړي او زياتوي چې کله به هم له ایران سره خبرې ونه کړي، بلکې د خپل هېواد نه به کلکه دفاع وکړي.