ایران چارواکي: په وروستيو لاريونونو کې ۲۸ کسان وژل شوي

ایراني چارواکي وايي، چې د حکومت ضد په وروستيو لاريونونو کې لږ تر لږه اته ویشت کسان وژل شوي دي.

د ایران د قضايي ارگان وياند غلام حسين محسين اجايي ويلي، چې په وژل شوو کسانو کې لاريونوال او امنيتي ځواکونه شامل او څلور په کې هغه ولسي خلک هم وژل شوي، چې په لاريونونو کې گډونوال نه وو.

د تېر کال په وروستيو کې په پلازمېنې تهران او نورو ښارونو د بيو د لوړوالي پر ضد لاريونونه پيل شوي وو، چې وروسته په تاوتريخوالي واوښتل او حکومتي چارواکو د دوو امنيتي ځواکونو په گډون د ۲۱ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی و، خو په وروستيو څرگندونو کې يې د وژل شوو شمېر ۲۸ ښوولی دی.

دغو لاريونوالو په لومړيو کې د بيو د لوړوالي پر ضد لاريونونه پيل کړل، خو وروسته يې د حکومت او مذهبي لارښود ايت الله علي خامنه‌يي پر ضد څرگندونې پيل کړې او د مذهبي لارښود د وژلو گواښ يې هم کړی وو.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایراني حکومت پر ضد د شوو لاريونونو هرکلی او ملاتړ کړی و او له نړيوالې ټولنې يې هم غوښتي وو، چې د ایراني لاريونوالو ملاتړ وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نکي هيلي د خپل حکومت په غوښتنه تېره اوونۍ په دې اړه د امنيت شورا بېړنۍ غونډه هم راغوښتې وه، خو د روسيې او فرانسې له توندو نيوکو سره دغه غونډه د گډوډۍ ښکار شوه.

د روسيې استازي په امریکا نيوکې وکړې، چې ولې يې د ایران په کورنيو چارو کې د لاسوهنې لپاره دامنيت شورا غونډه رابللې ده.

په ورته وخت کې په ایران کې د حکومت په ملاتړ هم لاريونونه شوي او دغو لاريونوالو د امریکا او اسراييلو پر ضد شعارونه ورکول.

له نږدې درې اوونيو وروسته دغه لاريونونه کمزوري شوي او تر ډېره تتې شوي دي.