ایران کې دپولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښته رامنځته شوې

سره له دې چې د ایران حکومتي رسنۍ د تهران او اصفهان په ګډون لویو ښارونو د ارامېدو خبره کوي، خو راپورونه وايي، چې لا هم په څو ښارونو کې مظاهرې روانې دي. د ایران دولتي رسنۍ وايي، د اصفهان ښار په لنجان ولسوالۍ کې د پولیسو پر قومندانۍ برید شوی دی. د کرج ښار شمال کې هم د شپې وروستیو ګړیو کې د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ خال خال جګړې شوې دي. تهران کې تېر ماښام د تیارې په خورېدلو سره د پولیسو ځانګړي کنډکونه په هغو سیمو کې مېشت شوي چې وړمه شپه پکې نارامي وه. حکومتي ادارې وايي، چې د تېرو پنځو ورځو مظاهرو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي.