ایران کې د افغان ماشومې ایرانی قاتل اعدام شو

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د شپږ کلنې افغان ماشومې (ستایش قریشي) ایرانی قاتل امیرحسین نن د محکمې د حکم پر اساس اعدام شوی دی.

ستایش قریشي هغه شپږکلنه افغان ماشومه وه، چې تیر کال د تهران په ورامین سیمه کې د یوه ایراني ځوان لخوا تر تښتولو او جنسي تیري وروسته په خورا وحشت سره وژل شوې وه.

د ستایش قریشي قاتل د تهران ښار اوسېدونکی امیرحسین چې له پېښې وروسته پولیسو نیولی ؤ، د تحقیقاتو په جریان کې په خپل اعتراف وکړ، چې د محکمې لخوا د اعدام په سزا محکوم شو.

د تهران د سترې محکمې څارنوال غلام حسین اسماعیلي ویلي، د ستایش قریشي د کورنۍ او وارثانو د اصرار له کبله مو نن سهار وختي د کرج ښار په مرکزي زندان کې د قریشي قاتل امیر حسین اعدام کړی دی.

که څه هم د ملګرو په ګډون د بشري حقونو ګڼو ټولنو د ایران له حکومت نه غوښتنه کړې وه، چې د افغان ماشومې ایرانی قاتل اعدام نه کړي، ځکه چې د هغه عمر له اتلس کلونو څخه کم دی؛ خو ایراني چارواکو د قریشي د کورنۍ د اصرار له کبله او خلکو ته د عبرت په موخه هغه نن سهار اعدام کړ.