ایران کې چاودنې ۵۴ کان کندونکي او ژغورونکي ووژل

د ایران دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د ګلستان ولایت د ازادشهر په یورت کان کې هغه۲۱ ژغورونکي وژل شوي چې په کان کې د ایسارو کسانو ژغورلو ته تللي وو.
په ورته مهال د ایران د کار وزیر وايي، هغه ۳۳ کارګر هم وژل شوي، چې د چاودنې له امله په کان کې ایسار وو.
علي ربیعي چې د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، “له چاودنې وروسته ۳۳ کسان په کان کې ایسار وو او له بده مرغه مړه شوي دي”.
په سیمه کې یوه ځايي چارواکي وايي، په دې پېښه کې ۷۰ کسان ټپي شوي هم دي او ۲۱ قربانیان له کان اېستل شوي دي.
ځینې رپوټونه وايي، ۵۰ کارګر خاورو ته سپارل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، د چهارشنبې په ورځ د ګاز د لیکېدلو له امله چاودنه شوې.
ویل کېږي، کارګرو د ډبو یا ټېلو د کشوونکي جرنېټر د چلانولو هڅه کوله چې سپرغۍ یې د ګاز د لیک کېدلو سبب او چاودنه وشوه.
د ګلستان د کړکېچ لوی مدیر صادق علي مقدم وايي، په کان کې د نورو ایسارو کسانو د اېستلو هڅه کوي، خو د مرګ ژوبلې د ډېرېدلو امکان شته.
په ورته مهال ایران ورځپاڼه د یوه ځايي چارواکي له خولې وايي، د سختې چاودنې له امله د بندو کارګرو د وژل کېدلو امکان ډېر دی.