ایران گواښ کړی پاکستان کې به د ترهگرو پټنځایونه په نښه کړي

په بلوچستان کې د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه د لسو ايراني پوله‌ ساتو له وژل کېدو وروسته ايران پاکستان ته گواښ کړی، چې دغه هېواد کې به د «ترهگرو خوندي ځايونه» په نښه کړي.

باوری سرچنې وايي، چې د ايران لوی درستيز جنرال محمد حسين باقري گواښ کړی، هر ځای، چې ترهگر وي، دوی به پرې بريد وکړي.

اسوشيټيډ پرېس وايي، د ایران اشاره پاکستان ته ده؛ ځکه د تېر اپرېل په ۲۶مه د بلوچستان پولې ته څېرمه سيستان ولايت کې وسله‌ والو لس ايراني پوله‌ ساتي وژلي وو.

له دغه بريد وروسته د ايران ولسمشر د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف په نوم د ترهگرو ځپلو لپاره يو ليک ولېږه، ورپسې د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف اسلام اباد کې د پاکستان لومړي نواز شريف او کورنيو چارو وزير چوهدري نثار سره د پولې د امنیت ټينگولو او ترهگرو د ځپلو په اړه خبرې کړي دي.

د ايران مخالفې وسله ‌والې ډلې «جيش العدل» د دغه بريد پړه منلې وه.

جنرال حسين باقري له پاکستانه غوښتي چې خپله خاوره کې د ترهگرو خوندي مرکزونه له منځه يوسي او که د پاکستان له خاورې بيا هم پر ايراني ځواکونو بريد وشو، ايران به د ترهگرو خوندي ځايونه په خپله ويجاړ کړي.

پاکستان له کلونو راهیسې د افغان حکومت له خوا تورنېږي چې په خپله خاره کې يې وسله‌ والو مخالفو ته ځای ورکړی؛ خو دا لومړی ځل دی چې ایران هم ورته تور پورې کوي.

جيش العدل په گڼو بریدونو کې ایرانیان وژلي دي.

 

په ۲۰۱۴ کې جيش العدل يو شمېر ايراني پوځيان يرغمل کړي وو، هغه مهال هم ايران گواښ کړی و، چې د خپلو ځواکونو د خلاصون لپاره به پاکستان ته سرتيري ولېږي.

پاکستان هغه مهال د ايران د گواښ په اړه محتاط غبرگون کې ويلي و، که ايران داسې وکړي، دا به له نړيوالو قوانينو «سرغړونه» وي.

پاکستان تر اوسه د ايران د گواښ په اړه څه نه دي ويلي.

د ايران سيستان او د بلوچستان گډه پوه د نشه‌ يي توکو او قاچاق وړونکو مرکز بلل کېږي، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د همدې فعاليتونو له امله ناامنه ده.