ایرلنډ: پیاوړې لوبډلې ویسټنډیز ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالیو کې ایرلنډ چې نړیوال جام ته نوی راغلی د وسټینډیز پياوړي ټیم ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.
لومړی پچه ایرلنډي لوبډل مشر وګټله او د دوسټنډیز لوبډلې ته یې د بیټنګ کولو بلنه ورکړه.
وسټینډيز ښه توپوهنه وکړه په په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې او ۳۰۶ یې هدف وټاکه.
وروسته د ایرلنډ توپ وهونکو توپوهنه پیل کړه، چې یاد هدف یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴۶ اور کې پوره کړ.
د یادولو ده، چې ایرلنډ له دې وړاندې په دوستانه سیالیو کې بنګلدیش ته هم ماتې ورکړې وه.