ایرلینډي کرکټر هم له کرکټ سره مخه ښه وکړه

د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې ښي لاسي توپ وهونکي لوبغاړي «انډریو پواینټر» له نړیوال او کورني کرکټ څخه لاس په سر شو. انډریو پواینټر د کرکټ په تیر وروستي شل اوریزه کرکټ نړیوال جام کې هم د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره ولوبیده.

نوموړي په ۱۹ یو ورځنیو او ۱۹ شل اوریزه کرکټ لوبو کې برخه اخیستې او په دواړو کې یې ۴۷۴ منډې جوړې کړې وې.

پواینټر د کرکټ څخه د استعفا لامل د هغه شخصي تجارت او د روزونې دنده په ګوته کړې ده. دی وایي، په وروستیو سیالیو کې ښه نه دی لوبیدلی او نور نه غواړي، چې د یو بل لوبغاړي ته خنډ جوړ شي.

انډريو پواینټر له دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې له یو ورځینیو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو څخه هم لاس واخیست او خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې هم په همدغه کال کې تر سره کړه.