ایرلېنډ له افغانستان سره له سیریز لغوه کولو وروسته نورو لوبډلو سره لوبې کوي

د ایرلېنډ کرکټ بورډ له افغانستان سره څو ورځې وړاندې پنځه شل اوریزې لوبې لغوه کړې؛ خو تازه یې د ډېسمبر په ۲۴ مه نېټه اعلان وکړ، چې له بنګله دېش، نیوزیلېنډ او پاکستان سره به په خپل کوربتوب لوبې وکړي.

د ایرلېنډ کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې له افغان لوبډلې سره د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ د مالي ستونزو په بهانه لغوه اعلان کړې؛ خو اوس یې تازه اعلان کړی، چې له بنګله دېش، نیوزیلېنډ او پاکستان سره شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې کوي.

تمه وه چې ایرلېنډ په خپل کوربتوب؛ افغانستان سره په مارچ میاشت کې شل اوریزې لوبې وکړي؛ خو دا لوبې یې د مالي ستونزو په بهانه څو ورځې وړاندې لغوه یا کېنسل کړې.

ایرلېنډ د ۲۰۲۰ م کال په می، جولای او جون میاشتو کې له بنګله دېش، نیوزیلېنډ او پاکستان سره په خپل کوربتوب لوبلړۍ ترسره کوي.