ایلس ویلز:  پاکستان دې ترهګرۍ ضد ژمنه پوره کړي هند سره یې ستونزه حل کېږي

د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ایلس ویلز ویلي، که عمران خان پر خپلې کړې ژمنه عمل وکړي نو له هند سره یې د ستونزو د حل لپاره دروازه پرانیسل کېږي.

نوموړې په نیویارک کې ویلي، ټرمپ د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز له دې امله کړی دی چې د دوی ستونزې حل شي.

نوموړې زیاته کړې، ټرمپ په ښکاره ویلي چې دی د ترهګرۍ پېښو کې کمی لیدل غواړي او که چېرته داسې وشي نو چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په راکمولو کې مرسته وکړي.

ویلز دغه راز ویلي، دوی په کشمیر کې له سیاسي مشرانو سره په تماس کې دي او له هنده هم غواړي چې ژر تر ژره پر هغې ژمنه عمل وکړي چې په دې سیمه یې د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه کړې وه.