ایلینا: ما د ځان وژنې فکر کاوه

د بالیووډ وتلې ستورې الینا ډي کروز وايي، چې د ډیپرشن او دماغي ګډوډۍ له امله يې ان د ځان وژنې په اړه فکر کاوه.

خو یو وخت هر څه بدل شوه؛ او دا هله بدل شوه، کله چې هغې د ځان په اړه ښه احساس وکړ او خپله خپل ځان ته په احترام ګویا شوه.

الینا ته د دماغي ناروغیو په برخه کې د عامه پوهې لوړلو په خاطر د میرمنو معتبره جایزه Women of Substance ایوارډ هم ورکړل شوی دی.

الینا وايي:

((ما همیشه د ځان په اړه فکر کاوه. خپل ځان مې کم باله. زه وروسته وپوهیدم، چې زه ډیپریشن لرم او له دماغي ګډوډۍ زوریږم.))

نوموړې زیاتوي، چې آن یوه وخت يې د ځان وژنې په اړه فکر کاوه، خو دا ټول هغه وخت بدل شوه، کله چې دې خپل ځان ومانه.

ددې په وینا، څنګه چې يې، هماغسې ځان قبولول، د ډیپریشن سره د مقابلې غوره لار ده.

الینا په رستم او برفي فلمونو کې کار کړی. تازه يې دوه فلمونه نور – مبارک کون او بادشاه هو – هم خپاره شوي دي.

هغه وايي، ډیپریشن حقیقت لري او خلک يې باید په وړاندې د مبارزې لپاره مرسته وغواړي.