ایمانویل مکرون د فرانسې د نوي ولسمشر په توگه لوړه وکړه

مکرون د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر گڼل کېږي چې د تېرې اوونۍ په ټاکنو کې یې خپلې ښي اړخې محافظه کارې سیالې، مارین لوپېن ته د ۶۵سلنه رایو په ترلاسه کولو ماتې ورکړه.
مکرون په پرانیستونکې وینا کې وویل چې د فرانسې خلکو «هیلې» ته رایه ورکړې. ده وویل: «ټولې نړۍ زموږ ولسمشریزې ټاکنې ولیدلې».
د فرانسې نوي ولسمشر وویل، نړۍ او اروپا تر بل هر وخته زیات فرانسې ته اړتیا لري. مکرون وویل: «نړۍ هغه څه ته اړتیا لري چې د فرانسې نارینه وو او ښځينه وو ښوولي، ازادي، برابري او دوستي».
ولسمشر ایمانویل مکرون وویل، فرانسه مخ په ځوړي نه ده روانه، بلکې د یوه بل «فوق العاده رنسانس» پیلوونکې ده.
ده ژمنه کړې چې دندې به رامنځ ته کړي او د فرانسي هغو خلکو سره به وي چې فکر کوي پاملرنه ورته نه ده شوې.
د فرانسي نوي ولسمشر وویل «له جمهوري سیکولرزمه به دفاع کېږي. موږ باید د دې په معنا پوه شو چې نن مو څه شی متحد کوي…. فرانسه هغه وخت قوي ده، چې نېکمرغه وي».
ایمانویل مکرون چې د خپلې ماتې خوړلې سیالې، مارین لوپېن پرخلاف له اروپايي اتحادیې سره د فرانسې له یو ځای پاتې کېدو ملاتړ کوي ژمنه یې وکړه چې اروپايي تحادیه د ده د ولسمشرۍ پرمهال اصلاح شي.
ایمانویل مکرون چې په لومړي ځل ټاکنیز بهیر کې برخه اخیستې، تر دې مخکې یې بانک کې دنده ترسره کړې او وروسته د ولسمشر اولاند اقتصادي سلاکار او د مالیې وزیر وټاکل شو.
مکرون همداراز د فرانسې خلکو سره ژمنه وکړه چې د خپل هېواد پر راتلونکي به بېرته باور ترلاسه کړي. ده وویل: «د ټولنې پر وېش او پاشلتیا باید برلاسي شو».
تمه ده چې مکرون به سبا جرمني ته ولاړشي او د جرمني لومړۍ وزیرې انگلا مرکل سره به وگوري او اروپايي اتحادیې سره به خپله ژمنتیا ښکاره کړي.